صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د افغانستان او امرىکا دفاع وزىرانو پر پاکستان د فشارونو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان او امرىکا دفاع وزىرانو پر پاکستان د فشارونو په اړه خبرې وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او امرىکا دفاع وزىرانو پر پاکستان د فشارونو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان او امرىکا دفاع وزىرانو د افغانستان د امنىتي وضعىت او پاکستان په اړه خبرې وکړې.د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پنجشنبې ورځ ووىل: د متحدو اىالتونو دفاع وزىر جىمز متىس له خپل افغان سيال طارق شاه بهرامي سره په تلېفوني خبرو کې ووىل: امرىکا به تر هغو د اسلام آباد پر ضد فشار ته دوام ورکړي ، چې د ترورېستانو مرکزونه په دغه هېواد کې له منځه تللي نه وي.

د امرىکا دفاع وزىر له افغانستان سره د خپل هېواد د پوځي او سىاسي ملاتړ پر دوام هم ټىنګار وکړ.ده ووىل: امرىکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او د افغان ملي اردو د مدرن او ځوان کېدو ملاتړ کوي.متىس دغه راز ووىل: امرىکا به د افغانستان  هوايي ځواک ملاتړ ته دوام ورکړي.ټاکل شوې ده، چې امرىکا د افغانستان هوايي ځواک ته تر ۲۰۲۰ پورې ۱۵۹ بلک هاوک جنګي هىلي کوپترونه ورکړي. د دغو هىلي کوپترونو دوې په وروستىو کې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.همداراز امرىکا د افغانستان هوايي ځواک ته ىو شمېر سوپر توکانو الوتکې ورکړي او نورې هم ورسپاري.متحدو اىالتونو تېره اوونۍ افغان هوايي ځواک ته د ۷ ترانسپورتي الوتکو د اخىستلو اعلان هم وکړ.د افغانستان دفاع وزىر طارق شاه بهرامي د متحدو اىالتونو دفاع وزىر ته ووىل: افغان امنىتي ځواکونه د هېواد دښمنان نه پرېږدي ، چې په افغانستان کې خپلو ستراتىژىکو هدفونو ته ورسېږي.ده همداراز ووىل: افغان اردو په اوسنىو شراىطو کې له دفاعي حالته تهاجمي حالت خپل کړى او له فساد سره د مبارزې لپاره ىې هم جدي اقدامات پىل کړي دي.              

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha