صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ټرمپ دريځ د افغانســـتان د بهرني سياست زېږنده دى

د ټرمپ دريځ د افغانســـتان د بهرني سياست زېږنده دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټرمپ دريځ د افغانســـتان د بهرني سياست زېږنده دى

د افغانستان جمهوري رياست د پاکستان په اړه د امريکا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د وړمې ورځې دڅرګندونو په هکله په بيان کې د ښاغلي ټرمپ دريځ د افغان حکومت د فعال بهرني سياست زيږنده بللې.

د جمهوري رياست سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي ويلي چې افغان حکومت له نړيوالو شريکانو سره د بهرني سياست په برخه کې ډېره ښه او اغېزمنه همکاري لري. ښاغلي مرتضوي وويل: (( هغه څه چې پېښ شوي، د افغان حکومت د فعال او بريالي بهرني سياست له امله دي، موږ د بهرني سياست په برخه کې له خپلو نړيوالو شريکانو سره ښه او اغېزمنه همکاري لرو او دا همکاري په منسجم ډول ترسره کېږي. د دې څخه مهمه خبره داده چې د افغانستان د خلکو ستراتيژي او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې د دې سبب شوې چې نړۍ د سيمې له وضعيته سم درک ولري او د ترورېزم پر وړاندې په مبازره کې زموږ ريښتينوالى ثابت شي.)) د ارګ د دغو څرګندونو نه وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمدالله محب د خپل ټوېټر په پاڼه د امريکا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ دا پيغام هغو افغانانو ته ښه پيغام ګڼلى و، چې د ښاغلي محب پر وينا له اوږدې مودې راهيسې په پاکستان کې د دېره ترورېستانو په لاسونو د ناخوالو سره مخ شوى دى. د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ  د ۲۰۱۸ م کال په لومړۍ ورځ پرټوېټر په خپل لومړني پيغام کې پاکستان درواغجن هېواد بللى او ويلي يې چې دا هېواد د امريکا د لسګونو ميلياردو ډالرو د مرستې په بدل کې امريکا ته له درواغو پرته نور څه نه دي ورکړي. ښاغلي ټرمپ ليکلي: (( په تېرو ۱۵ کلونو کې امريکا په احمقانه ډول له پاکستان سره د ۳۳ ميلياردو ډالرو ډېرې مرستې کړې او دوى (پاکستان) موږ ته پرته له درواغو او خطاايستلو بل څه نه دي راکړي او زموږ پر مشرانو يې د احمقانو خيال کړى. دوى (پاکستان) هغو ترهګرو ته امن ځايونه ورکړي چې موږ يې په لږه همکارۍ په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نه کېږي.)) خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د امريکا د جمهور رييس څرګندونو ته په غبرګون کې دا څرګندونې بې اهميته بللي. ښاغلي اصف د جيو په نوم له پاکستاني تلوېزيون سره په مرکه کې ويلي چې پاکستان له وړاندې امريکا ته دا ويلي چې له دې څخه زيات څه نه شي کولى او له همدې امله د ټرمپ څرګندونې هېڅ اهميت نه لري. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډېوېډ هالي د جمهور رييس ټرمپ د څرګندونو په اړه د وضاحت لپاره دغه وزارت ته ورغوښتى و. ټاکل شوې د پاکستان کابينه په دې اړه د چهارشنبې په غونډه کې خبرې وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha