صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د الکوزىو مشرانو جمهور رييس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه

د الکوزىو مشرانو جمهور رييس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د الکوزىو مشرانو جمهور رييس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمد اشرف غني وړم، ماښام د الکوزىو قوم له مشرانو سره په ارګ کې وکتل.په پىل کې مسعود اخندزاده، نادم الکوزي،

محمدهاشم الکوزي او خانجان الکوزي د نورو په استازىتوب خبرې وکړې او د بهرني سىاست او اقتصادي همکارىو په ګډون ىې په بېلابېلو برخو کې د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې له دولته بشپړ ملاتړ اعلام کړ.دوى ووىل: د نظام د پىاوړتىا لپاره مو ډېرې  قربانۍورکړې، نو هېچاته به د نظام د مخالفت، سبوتاژ، کمزوري کولو او د ملي ىووالي له حکومته د باج اخىستلو اجازه ورنه کړو.ىادو وىناوالو زىاته کړه: د افغانستان د اوبو مهارول زموږ د هېوادوالو له پخوانىو ارزوګانو څخه ده چې د جمهور رييس په پاملرنه او مدىرىت پوره کېږي.د الکوزىوقوم مشرانو څرګنده کړه، دوى په خپلو سىمو کې د جوماتونو او ښوونځىو د جوړولو او د خلکو د شخړو په حل کې د پام وړ هلې ځلې کړي او همدارنګه به د ارګ او ولسونو تر منځ د ارتباطي

پله رول ترسره کړي.دغو وىناوالو جمهور رييس ته په خطاب کې ووىل، د لوىو پروژو، زىربنا، فعالې ډيپلوماسۍ، سىمه ىىزې همکارۍ، د امنىتي او دفاعي ځواکونو د پىاوړتىا او تجهىز او نورو بېلابېلو برخو کې ستاسو لاسته راوړنې د لمس او قدر وړ دي.دوى د تارىخ په اوږدو کې د هېواد د خپلواکۍ او دفاع په برخه کې د الکوزىو قوم خدمت ته په اشارې ووىل، د الکوزىو قوم شته کدرونو ته دې په بېلابېلو برخو کې د هېواد او ولس د خدمت فرصت ورکړل شي.د الکوزىو قوم مشرانو د هېواد د دفاع او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د امنىتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه او ىو ځل بىا ىې په ټينګار سره ووىل، د الکوزىو قوم له سىاسي او اقتصادي پلوه د خپل نظام او دولت ټىنګ ملاتړ کوي.د هېواد جمهور رييس د وىناوالو د څرګندونو له اورېدو وروسته د هغوى له حضور او له نظام او دولت څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه او همدارنګه ىې د هېواد د تارىخ په اوږدو کې د الکوزىوقوم خدمت او سرښندنو ته په اشارې د عبدالغني خان الکوزي، ىارمحمدخان الکوزي او مولوي الکوزي ىادونه وکړه.جمهور رييس غني د الکوزىو قوم مشرانو ته په خطاب کې ووىل، ستاسو له مىنې او ملي درىځ څخه د زړه له کومې مننه کوم. د الکوزىو قوم مشرانو د ملي ىووالي په ساتلو کې د پام وړ رول لرلى دى. ده همدارنګه د هېواد په سوداګرۍ او اقتصادي وده کې د الکوزىو تاجرانو او پانګوالو رول ارزښتناک وباله.جمهور ررييس څرګنده کړه، د ټاپي پروژې کار به په نږدې راتلونکي کې په هرات کې پرانىستل شي او د دغې پروژې له تطبىق سره به د ىادې پروژې په مسىر کې د پرتو ولاىتونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي. ده څرګنده کړه: زما ارزو داده چې په الهي مرسته او د خپلو ولسونو په ټىنګ ملاتړ د هېواد هره برخه اباده کړم.محمد اشرف غني ووىل: له نظام پرته هېواد نه جوړېږي، ځکه موږ په تېرو لسىزو کې د بې نظامۍ له امله ګڼې ستونزې وګاللې. جمهور رييس د الکوزىو قوم د مشرانو ملاتړ ته په اشارې ووىل: د ولس د ىووالي او ملاتړ غږ پر ټولو هېوادوالو مثبته اغېزه کوي.د دغې کتنې په پاى کې د الکوزىو قوم مشرانو جمهور رييس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او همدارنګه ىې د کندهار د خرقې شرىفې عکسونه هم ورته ډالۍ کړل.


 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha