صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني د شمال ختيځ برېښنا د شبكې په لاره كې د خنډونو د له منځه وړلو لارښوونه وكړه

جمهور رييس غني د شمال ختيځ برېښنا د شبكې په لاره كې د خنډونو د له منځه وړلو لارښوونه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د شمال ختيځ برېښنا د شبكې په لاره كې د خنډونو د له منځه وړلو لارښوونه وكړه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهور ريىس محمد اشرف غني په مشرۍ د شمال ختىځ برېښنا ملي شبکې سىستم د تطبىق پروسې دڅرنګوالي د ارزونې غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت معىن انجىنر محمدګل خُلمي د ىاد سىستم او په کابل، لوګر او پکتىا ولاىتونو کې د برېښنا لېږد مزي په مسىر کې د شته موانعو لکه ونو او کورونو په اړه خبرې  وکړې او د تطبىقي پلان په اړه ىې معلومات ورکړل هغه ووىل، د دې پروژې د تطبىق موخه د کابل ولاىت ارغندي سب سټىشن څخه د لوګر پل عالم او ګردېز سب سټىشنونو ته د ۲۲۰ کىلوولټه

برېښنا مزي پروژې غځول دي. هغه زىاته کړه د شمال ختىځ برېښنا ملي شبکې د لېږد په مسىر  کې ۲۴۷ پاىې لګول شوي او په مجموع کې د دې شبکې ۹۴ سلنه کار بشپړ شوى دى.  وروسته د افغانستان برېښناشرکت ريىس امان الله غالب، د کابل، لوګر او پکتىا ولاىتونو والىانو او د غونډې ګډونوالو خبرې وکړې او د ىادې پروژې د تطبىق په خاطر ىې د اړوندو ارګانونو او ادارو  د چمتووالي، د موانعو د لېرې کولو او په دې برخه کې دخلکو د همکارۍ په اړه معلومات ورکړل.  جمهورريىس غني د دوى د خبرو له اورېدو وروسته ووىل، پروژو او د هغوى په ډېزاىن کې باىد لازم دقت وشي چې منفي تاثىرات ىې د امکان ترحده راکم شي. هغه زىاته کړه زېربناىي وزارتونه دې ګډ کار وکړي او په پروژو کې باىد وضاحت او منظم مدىرىت موجود وي.  جمهورريىس دغه راز څرګنده کړه، د مالي منابعو او استملاک په اړه دې له مالىې وزارت او د ځمکو خپلواکې ادارې سره خبرې وشي چې د شمال ختىځ برېښنا ملي شبکې سىستم د تطبىق پر وړاندې شته ستونزې حل شي 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha