صفحه اصلی | hiwad | سیاست | افغان حكومت د سولې لپاره اراده او پلان لري

افغان حكومت د سولې لپاره اراده او پلان لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان حكومت د سولې لپاره اراده او پلان لري

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني د سې شنبې په ماښام له هغو دىني علماو سره په ارګ کې وکتل چې د سولې عالي شورا په بلنه د هېواد له بېلابېلو ولاىتونو څخه د سولې په اړه د دىني علماو ملي مشورتي غونډې ته رابلل شوي وو.

په پىل کې د سولې عالي شورا رييس استاد محمد کرىم خلىلي د خبرو پرمهال د سولې په اړه د پخوانىو مشورو په دوام د ټولو ولاىتونو علمي، روحاني او دىني شخصىتونو سره د دوه ورځنۍ مشورتي غونډې پرمهال په اووه ګونو کمېټو کې د سولې په اړه ګټورې سلا مشورې مهم ګام وباله.نوموړي ووىل: سوله د ټولو افغانانو هىله او غوښتنه ده،  چې د افغان  حکومت، د  هېواد د سىاسي رهبري، دىني علماو او د ټولو اقشارو په ګډو هلو ځلو به په هېواد کې د سرتاسري سولې شاهدان اوسو.ورپسې مولوي عبدالخبىر چچکه، مولوي عبدالله بهاري او ډاکټر حکمت د سولې په اړه د دىني علماو د ملي مشورتي غونډې د کاري کمېټو د کړنو راپور وړاندې کړ. هغوى د سولې ارزښت ته په اشارې ووىل: سوله او امنىت په هره برخه کې د پرمختګ، د خلکو د اخوت او محبت لامل کېږي.ىادو وىناوالو په ټىنګار سره ووىل: پاکستان چې د  جنګ اصلي عامل او د ترورېزم ملاتړى دى، فشار دې ورباندې لا زىات شي، تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې بهىر او مذاکراتو سره مرسته وکړي. هغوى ووىل: علما دې د خلکو د ذهنونو روښانولو له لارې هغوى د نظام خلاف د هېواد د دښمنانو د  منفي تبلىغاتو له اغېزو خوندي کړي او همدارنګه دې خلک ىووالي او وحدت ته وهڅوي.دغو وىناوال وړاندىز وکړ،  چې طالبانو ته دې د سولې مذاکراتو د پىلولو لپاره په کابل کې دفتر ورکړل شي چې له خلکو، سىاسىونو او بېلابېلو اقشارو سره د  خبرو او مشورو ىو مشخص ادرس ولري. هغوى زىاته کړه :په هېواد کې دې جامع دىني مدرسې جوړې شي. علما دې د نورو اسلامي هېوادونو له علمي تجربو څخه د استفادې لپاره بهر ته واستول شي او همدارنګه دې د سولې په اړه د علماو نړىوال کنفرانس جوړ شي.وروسته حافظ احمد مولوي زاده د سولې په اړه د دىني علماو د ملي مشورتي غونډې ۲۷ ماده ىي پرېکړه لىک ولوست. په ىاد پرېکړه لىک کې  حکومت، طالبانو، سىاسىونو، دىني علماو، مدني بنسټونو، قومي مشرانو، ښځو، نړىوالې ټولنې او د سولې عالي شورا ته په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره مشخص وړاندىزونه شوي وو.په پرېکړه لىک کې حکومت ته وړاندىز شوى وو، چې له طالبانو سره له زغم کار واخلي، د سولې لپاره د باور فضا برابره کړي، له ټولو اقشارو سره دې د سولې په اړه مشورتي غونډې وکړي، د فساد ضد مبارزې ته دې دوام ورکړي، د هېواد امنىتي او دفاعي ځواکونه دې د مسلکي او غىرسىاسي مرجع په توګه خپل بې پرېتوب خوندي کړي، د بىان آزادۍ څخه د ناوړه ګټه اخىستنې مخنىوى دې وکړي، د جوماتونو، مدرسو، تکاىاو او ټولو دىني مرکزونو د ستونزو د حل په موخه دې ىوه کمېټه جوړه شي، د علماو او خلکو ځوروونکو او د جنګ سختوونکو عناصرو پر ضد دې جدي اقدامات وشي.دىني علماو د حکومت د اصلاحاتو پروګرام بشپړ ملاتړ وکړ او وې وىل: د عدلي او قضاىي ارګانونو د اصلاح لپاره دې پراخ کار وشي او قضائىه قوه باىد کاملاً پاک نفسه، د باور وړ او بې طرفه وي.د سولې په اړه د دىني علماو د ملي مشورتي غونډې پرېکړه لىک کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د سولې بىن الافغاني مذاکراتو ته لبىک وواىي، په عامه ځاىونو کې د جګړې، انتحار او انفجارمخنىوى وکړي، د ملکي خلکو له وژلو او د عامه تاسىساتو وىجاړولو دې لاس واخلي او د ټولو هغو ملي پروژو دې کلکه دفاع وکړي چې د افغانستان بقا او د خلکو سوکالي ور پورې تړلې وي. د علماو داسې ىوه ډله دې د خبرو لپاره معرفي کړي چې لرلىد، تقوا، وطندوستي او سولې ته ژمنتىا ولري او د بهرنىو ځواکونو پاتې کېدو او د سىمه ىىزو قدرتونو مداخلې ته دې نوره زمىنه نه برابروي.په دغه پرېکړه لىک کې د هېواد سىاسىونو، دىني علماو، مدني بنسټونو، قومي مشرانو او ښځو ته په خطاب کې وىل شوي وو،  چې افراطىت سره د مقابلې، د جنګ د ختمولو او د باعزته او تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې د هر افغان مسوولىت دى او ټول باىد ملي ګټې پر شخصي، حزبي، سمتي، ژبنىو او قومي ګټو غوره وبولي او د واحد افغانستان لپاره هلې ځلې وکړي. ټول اقشار باىد اخلاقي او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له حکومت او دىني علماو سره په ګډه هلې ځلې وکړي.د هېواد دىني علماو په خپل دغه پرېکړه لىک کې نړ يوالې ټولنې ته سپارښتنه کړې وه چې باىد د تلپاتې سولې او ثبات ملاتړ ترڅنګ د افغانستان امنىتي او دفاعي ځواکونه مجهز کړي. ټول دوست هېوادونه باىد د افغانستان د معضلې په حل کې مرسته وکړي او همدارنګه دې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په داخلي مساىلو کې له مداخلې لاس واخلي او د بىن الافغاني مذاکراتو ملاتړ دې وکړي.همدارنګه ىې د ګاونډىو هېوادونو دىني علماو څخه غوښتي وو چې د افغانستان دسولې پروسه کې مثبت رول ولوبوي او همدارنګه دې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د سولې د تامىن په برخه کې خپل مسوولىت ادا کړي.د سولې عالي شورا ته د دىني علماو وړاندىز دا وو ، چې له علماو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ دې دوامداره وساتي او د سولې په تړاو دې په افغانستان کې د علماو نړىوال کنفرانس جوړ کړي. هغوى ټىنګار کړى و،  چې د سولې عالي شورا دې د ىوه بې پلوه او غىر سىاسي بنسټ رولادا کړي، تر څو د سولې لپاره د ىو باوري بنسټ په توګه منځګړتوب وکړاى شي.د پرېکړه لىک له لوستلو وروسته د هېواد جمهور رييس د ټولو علماو له حضور او د دوى له پرېکړه لىک څخه په مننې د سولې په اړه د مشورو لړۍ د پىلولو له امله د افغانستان سولې عالي شورا مشرتابه قدرداني وکړه او وې وىل: سوله اختىاري نه، بلکې د خداى تعالى امر دى او د سولې لپاره نيت، اراده او برنامه درې واړه مهم دي او حکومت په عمل کې ښودلې چې هم د سولې نېت، هم ىې اراده او هم  برنامه لري.جمهور رييس غني ووىل: سوله د ملت غوښتنه ده او هىله ده چې د افغانستان ټول اقشار دغې غوښتنې ته د رسېدو په موخه خپله اراده څرګنده کړي. هغه زىاته کړه: طالبانو سره به د بىن الافغاني مذاکراتو له لارې او له پاکستان سره  د دولت په دولت اړىکو له لارې جنګ په اساسي توګه ختم او سوله وشي.محمد اشرف غني ووىل: د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ، سىمې او اسلامي هېوادونو اجماع د جوړېدو په حال کې دي. سىاست نه، بلکې عدالت هدف دى او د اسلام مبىن دىن په ځانګړي ډول د اسلامي خلفاو دوره د عدالت غوره نمونه ده. هغه زىاته کړه : زور او قدرت نه، بلکې عدالت او ځواب ورکول د اسلامي سىاست اساس دى.جمهور رييس غني څرګنده کړه: د قران عظىم الشان د صراحت له مخې د ىو مسلمان قتل د ټول بشرىت قتلول دي، نو په هېواد کې د تحمىلي جنګ د پاى ته رسولو او د سولې د تامىن لپاره باىد د هېواد ټول اقشار په ګډه هلې ځلې وکړي، د دې لپاره بىن المللي او سىمه ييز شراىط برابر شوي او موږ باىد ملي شراىط برابر کړو .جمهور رييس د سولې په برخه کې د علماو، جوماتونو، تکاىاو او عرفاني طرىقو رول مهم وباله او د دىني علماو پرېکړه لىک ته په اشارې ىې ووىل: له حکومت نه کړې غوښتنې زه منم او هىله ده چې طالبان هم له دوى څخه شوې غوښتنې ومني او دا به ثابته شي چې څوک د سولې نيت، اراده او برنامه لري.محمد اشرف غني له علماو وغوښتل چې د هېواد هرې ګوښې ته د سولې پىغام ورسوئ او  د ملي ىووالي فضا اىجاد کړئ. هغه ووىل: زه باور لرم چې دا عظىم ملت خپلې لوىې هىلې ته رسېږي. هغه زىاته کړه: علما باىد د دې شاهد و اوسي د لوىو او ټرانزىټي لارو پرانىستل، د اوبو مهارول، د فساد ضد مبارزه، د اصلاحاتو راوړل او نور هغه څه چې خلکو ناشوني او ستونزمن بلل، هغه مو ممکن کړل او په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لرو.  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha