صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د سولې عالي شورا: علما دې د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي

د سولې عالي شورا: علما دې د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سولې عالي شورا: علما دې د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا هيله وښوده چې د افغانستان علما به د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي.

د سولې عالي شورا د دولت له وسله‌والو مخالفينو سره د سولې د خبرو د پيلېدو خبره کوي او وايي چې د سولې په پروسه کې د علماوو رول خورا مثبت او ګټور دى.د دغې شورا رييس محمد کريم خليلي د دوشنبې په ورځ  په کابل کې له علماوو سره په غونډه کې په هېواد کې د مرګ ژوبلې او د جګړې پر دوام اندېښنه وښوده او هيله‌يې څرګنده كړه چې افغان علما به د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي.د سولې د عالي شورا رييس عبدالکريم خليلي وويل:"د هېواد اوسني وضعيت ته په کتو او دا چې هره ورځ په جګړه کې قرباني ورکوو، موږ هيله لرو چې درانه علما د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي. له شک پرته چې سوله يو جهاد او هغه هڅه ده چې په مسلمانانو کې د مرګ ژوبلې مخه نيسي او د ګواښونو او ستونزو پر وړاندې زموږ هېواد پياوړى کوي."ښاغلي خليلي د اسلامي نړۍ له علماوو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي، خو ټينګار يې وکړ چې يوازې افغانان کولاى شي چې د سولې لپاره اقدام وکړي او د خلکو هيلې په واقعيت بدلې کړي.د سولې عالي شورا رييس دغه څرګندونې د سولې په اړه په هغه مشورتي غونډه کې وکړې چې د ۳۴ ولايتونو سلګونو ديني علماوو په‌کې ګډون کړى و.د سولې عالي شورا وايي، له دې غونډې هدف د سولې له هڅو د علماوو خبرول او د دوى مشورې اخيستل دي.د سولې د عالي شورا مشر په همدې غونډه کې وويل چې د دولت وسله‌والو مخالفينو سره د سولې خبرې پيل شوې او په دې اړه به پرمختګونه له خلکو سره شريک کړي.پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف په دغه غونډه کې د سولې عالي شورا د افغان حکومت له اړخه د سولې د خبرو اترو لپاره يوازينى آدرس ياد کړ او ويې‌ويل چې د سولې د خبرو اترو د پر مخ بيولو لپاره مقابل لوري ته بايد دفتر پرانيستل شي.تر دې وړاندې د سولې عالي شورا هم ويلي وو چې وسله‌وال طالبان کولاى شي چې په کابل کې خپل دفتر پرانيزي.خو طالب وياند ذبيح‌الله مجاهد آزادي راډيو سره په خبرو کې ويلي وو چې دوى د سولې د خبرو اترو لپاره دفتر نه‌غواړي او د تل په څېر يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو ټينګار درلود.په دغې غونډه کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا مشر قيام‌الدين کشاف وويل چې روانه جګړه په افغانستان تپل شوې او هر چا چې پرې پانګونه کړې، اوس خپله ونډه غواړي. د افغانستان د علماوو د سراسري شورا مشر قيام الدين کشاف زياتوي:"هر کله چې موږ له خپلو افغان وروڼو سره  بين‌الافغاني مذاکرات پيل کړل، د خداى په فضل سره د نورو لاسوهنې پاى ته رسېږي."په دغې غونډه کې د هېواد يوه ديني عالم اياز نيازي د سولې د خبرو پر وړاندې د خنډونو پر لېرې کېدو ټينګار وکړ او ويې‌ويل، د سولې لپاره هڅې يوازې د ديني علماوو نه، بلکې د ټولو، ښځو او نارينه‌وو دنده ده.د سولې د عالي شورا مسؤلين وايي، که چېرې علما د سولې له هڅو خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړي، دغه پروسه به هدفمنده شي او څوک‌يې بيا د ټکنۍ کولو هڅه نه‌شي کولاى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha