صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د مچلغو بند د جوړولو تړون لاسليک شو

د مچلغو بند د جوړولو تړون لاسليک شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مچلغو بند د جوړولو تړون لاسليک شو

د افغان حکومت اجرائيه رييس وايي: د مچلغو بند د پروژې په بشپړېدو سره به د پکتيا د خلکو د اوبو او برېښنا ستونزه تر ډېره هواره شي.د افغان حکومت اجرائيه رييس وايي: د اوبو او برېښنا د بندونو جوړول د حکومت له ژمنو څخه دي

او دغه ژمنې د عملي کېدو په حال کې دي.عبدالله عبدالله چې د يکشنبې په ورځ  يې په اجرائيه رياست کې د مچلغو بند د جوړولو د تړون د لاسليکولو پرمهال خبرې کولې، وويل چې د دغه بند جوړول د پکتيا د خلکو اساسي غوښتنه وه او دا د دغه ولايت د اوسېدونکو پر ژوند مثبته اغېزه درلودلی شي.ښاغلي عبدالله وويل:(( دښمنانو ته بايد اجازه ورنه کړل شي ، د هغو ملي پروژو پر وړاندې چې خلک يې د جوړېدو غوښتنه لري، مزاحمت وکړي، دغه شرکت او وزارت ته ډاډ ورکوم چې امنيتي ځواکونه به د نوموړي بند د امنيت د ټينګښت په برخه کې په ښه توګه خپل مسووليت ترسره کړي.))د مچلغو بند د جوړولو کار څو کاله وړاندې پيل شوی و، خو د اوبو او برېښنا د وزير په خبره، د تړون کوونکو شرکتونو ترمنځ د اختلافونو له امله يې چارې په ۱۳۹۳ کال کې ودرول شوې.د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني د پروجکټ ډيزاين ايجنسي له روسۍ کمپنۍ سره د مچلغو بند د جوړولو تړون د لاسليکولو پرمهال وويل، د بند پر جوړلو ۹، ۲۲ ميليونه ډالره لګښت راځي او په جوړېدو به يې ۲۳۰۰ هکتاره مځکه خړوبه او ۴۰۴ کيلو واټه برېښنا هم توليد شي.د ښاغلي عثماني په خبره، د حکومت د کار له پيله تر دې دمه ۲۰۰ ميليونه ډالره د اوبو او برېښنا د بندونو پر جوړولو پانګونه شوې ې د مچلغو بند هم په کې شامل دی.د اوبو او برېښنا د يو شمېر وړو بندونو ترڅنګ، د ملي يووالي په حکومت کې د کجکي، سلما او کمال خان بندونو په ګډون، ځيني نور بندونه هم جوړ شوي او يا رغول شوي دي.له دې ټولو سره سره د پکتيا والي شميم کټوازي د حکومت له لورې د مچلغو بند له جوړېدو هرکلی کوي.نوموړى وايي:(( له تاسو مننه کوم چې خپله کړې ژمنه مو عملي کړه، زموږ وړانديز شرکت ته دا دی چې دغه بند په اساسي توګه ورغوي، هغه غوښتته چې له کلونو راهيسې د پکتيا خلکو لرله، اوس پوره شوه.))د ياد روسي شرکت رييس بودکدان ګريچن چې د مچلغو بند د جوړولو تړون يې لاسليک کړی، وايي : دې ته ليوال دی چې د معيارونو په پام کې نيولو سره د داشان بندونو د جوړولو له لارې له افغانانو سره همکاري وکړي.له دې مخکې د ملي شورا يو شمېر غړو او خلکو دا ټينګار کړی و، چې حکومت بايد د بندونو د جوړولو په څېر، بنسټيزو پروژو ته ډېر پام واړوي


 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha