صفحه اصلی | hiwad | سیاست | عبدالله :له ترهګرۍ سره مبارزې په اړه د پاکستان دريځ نه دى بدل شوى

عبدالله :له ترهګرۍ سره مبارزې په اړه د پاکستان دريځ نه دى بدل شوى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
عبدالله :له ترهګرۍ سره مبارزې په اړه د پاکستان دريځ نه دى بدل شوى

په داسې حال کې چې د امريکا د دفاع وزير جيمز متيس پرون د دوشنبې د ورځې غرمه مهال اسلام باد ته رسېدلى، د افغانستان اجرائيه رياست وايي عبدالله عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيالې مېرمن اليس ويلز سره په سيمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې د پاکستان د رول په اړه خبرې کړې.

اجرائيه رياست ويلي چې عبدالله عبدالله د خپل کار په دفتر کې د جنوبي آسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې مېرمن اليس ويلز سره په کتنه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې او په دې برخه کې د پاکستان په همکارۍ خبرې کړې دي.دا بيان وايي، اجرائيه رييس مېرمن ويلز ته ويلي چې افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلام وروسته تراوسه د پاکستان په سياست کې هېڅ بدلون نه دى راغلى.په دې اړه په بيان کې د ښاغلي عبدالله له خولې ويل شوي: ((  بايد پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ترهګرو د پناه ځايونو له منځه وړلو او د سولې بهير په برخه کې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.))اجرائيه رييس دغې امريکايي چارواکې ته ويلي چې د ترهګرو د پناه ځايونو مسئلې ته د حل د موندلو پرته سولې ټينګېدل سخت کار دى.د اجرائيه رياست له خوا په دې خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د جنوبي آسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د خپل هېواد د مرستې ژمنه تازه کړې او اسلام آباد ته د امريکا د دفاع وزير سفر ته په کتنې يې ويلي چې پاکستان نه يوازې دا چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هېڅ مرسته نه ده کړې بلکې د لښکر طيبه مشر حافظ سعيد يې هم له بنده خوشى کړى دى.مېرمن وېلز ويلي چې امريکا د پاکستان د دريځ بدليدل غواړي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د دغه هېواد همکاري غواړي.د جنوبي آسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې په داسې حال کې کابل ته سفر کړى، چې د امريکا د دفاع وزير جيمز متيس له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ د مسئلو په ګډون د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه د دخبرو لپاره پرون غرمه اسلام اباد ته رسېدلى دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha