صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني او د بوسنيا پلاوي په ګډو همکاريو ټينګار وکړ

جمهور رييس غني او د بوسنيا پلاوي په ګډو همکاريو ټينګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني او د بوسنيا پلاوي په ګډو همکاريو ټينګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهورريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د بوسنيا هرزګوينا د جمهوري رياست د شورا رييس دراګان چوويچ سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و، وکتل.

 په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، جمهوررييس محمداشرف غني د بوسنيا هرزګوينا د جمهوري رياست د شورا رييس ته ښه راغلاست ووايه او له افغانستان سره يې د دغه هېواد د همکاريو مننه وکړه. د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او بوسنيا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د ټينګښت او همکاريو پر لا پياوړتيا تفصيلي بحث او خبرې وکړې. د بوسنيا د جمهوري رياست د شورا رييس دراګان چوويچ د جمهوررييس غني د قدردانۍ ترڅنګ، افغانستان ته په خپل سفر خوښې وښوده او ډاډ يې ورکړ، چې هېواد يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha