صفحه اصلی | hiwad | سیاست | فرانسه د امريكا د نوې ستراتيژۍ ملاتړ كوي

فرانسه د امريكا د نوې ستراتيژۍ ملاتړ كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
فرانسه د امريكا د نوې ستراتيژۍ ملاتړ كوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني وړم، ماښام د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جان ايولو دريان سره په ارګ کې، وکتل.

 په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سيمې د موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې او د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جمهور رييس ته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد او اروپايي ټولنې د همکاريو ډاډ ورکړ. نوموړي د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د نوې ستراتيژۍ د ملاتړ ترڅنګ وويل: د يادې ستراتيژۍ موخو ته د رسېدو لپاره موږ د سيمې او نړۍ په کچه هر اړخيزې همکارۍ ته تيار يوو. جمهور رييس غني د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ياد هېواد د مرستو او همکارۍ قدرداني وکړه. هغه زياته کړه، د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان سره د سيمې په کچه  مثبت بدلونونه راغلي دي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې بهير ملاتړ وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت کوښښونه د تېر په څېر په لويو لاسته راوړنو او د سولې او ثبات په تامين بدل شي. هغه زياته کړه، په دې برخه کې د سيمې او نړۍ په کچه هر ډول همکارۍ ته چمتو يوو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha