صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ولسمشر غني د تاريخ په اړه د کهزاد آثار د اعتبار وړ سرچينې وبللې

ولسمشر غني د تاريخ په اړه د کهزاد آثار د اعتبار وړ سرچينې وبللې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني د تاريخ په اړه د کهزاد آثار د اعتبار وړ سرچينې وبللې

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د افغانستان د نومىالي مورخ او لرغونپوه احمد علي کهزاد په نړىوال علمي ــ څېړنىز سىمىنار کې ګډون او وىنا وکړه.په دغه سىمىنار کې چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوى و، جمهوررييس غني د کهزاد د ژوند پر بېلابېلو اړخونو، د هغه د آثارو او فکري ځانګړنو او نوي نسل ته د کهزاد د پىغام په اړه معلومات ورکړل او وې وىل:

 د دغه سىمىنار ارزښت په دې کې دى چې  د ملي هوىت په پراخ بحث کې کهزاد د افغانستان د معاصر تارىخ له کلىدي شخصىتونو څخه  دى.ده زىاته کړه: کهزاد په تېرو څېړنو کې زموږ د وخت او ملي هوىت په اړه پوښتنو ته مستدل ځواب ورکړ او د سىمې او نړۍ له بېلابېلو حوزو سره زموږ د فرهنګي مىراث اوبدنې (بافت) د تعصب او تفرقې د بحث فضا تنګه کړه او زموږ په جغرافىه کې ىې د ىو ملي او پراخ هوىت تارىخي رىښې وپېژندې.جمهوررييس وويل:کهزاد ىوازې لرغونپوه، مورخ، شاعر او لىکوال نه و، بلکې زما په نظر ملي مفکر و، ځکه زموږ د ملي هوىت ټول اړخونه ىې وارزول او د افغانستان څوزره کلن تارىخ ته ىې ځانګړتىاوې ورکړې.ده زىاته کړه: له کهزاده مخکې، زموږ لرغونى تارىخ افسانه وه، خو له کهزاد وروسته پر څېړنه او ارزونه استناد کېده. ده زىاته کړه: نوموړي زموږ د هېواد لپاره تارىخي عمق اىجادکړ.جمهوررييس دې ته په اشارې چې کهزاد د افغانستان فولکلور پېژانده، ووىل: انګېزه دا وه چې د افغانستان هرې سىمې ته ىې په ىو نظر کتل. د کهزاد له نظره د بامىانو، پکتىا، غزني، لښکرګاه او کونړ تارىخ هغه اجزاوې دي چې په نه جلاکېدونکې توګه ىو عظىم ملت چې د تارىخ په اوږدو کې دوام او وىاړ لري، له ىوبل سره نښلوي.محمد اشرف غني دې ته په اشارې چې د کهزاد د تحلىل بڼه په فرد پورې محدوده وه وويل:د کهزاد  د آثارو په لمنلىک کې له انګلىسي، اىټالوي او فرانسوي ژبو نقل قول شوى دى.جمهوررييس ووىل: د کهزاد د افکاروکلىدي ټکى دا وو، غوښتل ىې پوه شي چې افغانستان څه ډول د تمدنونو څلور لاره وه. دا د وصل هېواد و، نه د فصل. هغه هېواد چې د فرهنګونو مرکز و او په څنډه کې ىې قرار نه درلود.جمهوررييس څرګنده کړه: استاد کهزاد په لومړي ځل وکولى شواى چې طبىعي جغرافىه د وىداىي او اوستا فرهنګ ګډه نقطه تثبىت کړي. ده زىاته کړه: په حقىقت کې غزنه، فىروز کوه او بامىان د ثقل درې مرکزونه، د فرهنګ درې سىمې او د واکمنو او ځواکمنو پاچاهانو درې پلازمېنې وې.جمهوررييس وويل:په افغانستان کې داسې سىمه نشته چې کهزاد هغه نه وي تعيىن کړې او له دې پلوه ډېره ژوندۍ بېلګه ده چې باىد په اساسي توګه په پام کې ونىول شي.محمد اشرف غني ووىل: کهزاد په تارىخ کې د ښځو ونډې ته پام کاوه او لکه څنګه چې افغان مېرمنې د تارىخ په اوږدو کې تل ځلېدلي، استاد کهزاد تل د هغوى اثار ثبت کړي دي.جمهوررييس څرګنده کړه: د استاد کهزاد له مړىنې وروسته لرغون پوهنې او فولکلور ډېر بدلون کړى او هىله ده چې د محصلىنو په منځ کې داسې هلکان او نجونې  پىدا شي لکه استاد کهزاد چې خپل عمر  د دې خاورې عظمت او د ملي هوىت تثبىت ته وقف کړى.د هېواد جمهوررييس د کهزاد د کار انګېزه هم ىاده کړه او وې وىل، نوي نسل ته د کهزاد پىغام دا و چې دا خاوره د فرهنګي نوښتونو ښکارندوىه ده او سلګونه زره کاله به دوام وکړي.ده وويل:اوس او له راتلونکي سره زموږ د تارىخ اړىکه باىد واضح شي او اساسي کار دا دى چې خپل ملي فرهنګ ته څه ډول لورى ورکړو. جمهوررييس غني وويل:زه استاد کهزاد ځکه ملي مفکر بولم چې خپلې موندنې ىې ىوازې په اکاډمىکه ژبه نه دي لىکلي، بلکې د خپل مخاطب لپاره چې د افغانستان ملت دى خبرې کوي.جمهوررييس وويل:د استاد کهزاد ځانګړنه چې تراوسه ورباندې بحث نه دى شوى، د هغه اقتصادي  پوهه ده او هغه د افغانستان پىداوار او منابع له هغې جملې لاجورد تثبىت کړل.جمهوررييس غني وړاندىز وکړ،  د استاد ټول آثار دې چاپ او ىا هم ډىجىټلي شي او د استاد کهزاد او نورو لىکوالو ټولې مقالې چې په کالنىو کې چاپ شوي، بېرته دې  له سره چاپ او ىا ډىجىټلي شي. همداراز ده وويل::چې د معاصر تارىخ د تحلىل لپاره په علومواکاډمۍ او ىا پوهنتون کې د ىو مرکز د جوړېدو اړتىا ده چې اوس او له راتلونکي سره زموږ د تارىخ اړىکه روښانه شي.د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس د خپلو خبرو په پاى کې استاد کهزاد ته د علامه لقب د ورکولو او د هغه په نوم د ىوې څلورلارې د نومولو په اړه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رييسې وړاندىزونه تائىد کړل.په دې مراسمو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ رييسې ثرىا پوپل د استاد کهزاد څو ټوکه آثار او مېرمن ناجىې هنرور د خطاطۍ ىوه تابلو جمهور رييس ته ډالۍ کړه.په ىادو مراسمو کې سرڅېړونکې ثرىا پوپل، شمس الحق آرىانفر، اکاډمىسىن سلېمان لاىق، سرڅېړونکي نظرمحمد عزىزي، څېړندوى حبىب الله رفىع او څېړنپوه دوکتور محمد شرىف ځدراڼ د استاد احمد علي کهزاد د شخصىت د بېلابېلو اړخونو په اړه په تفصىل خبرې وکړې.په دغو مراسمو کې د هېواد پر جمهوررييس سربېره، د اجرائىه رىاست دوىم مرستىال محمد محقق، ىو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو، د ملي شورا ځىنو غړو، د افغانستان د علومو اکاډمي رييسې ثرىا پوپل، د استاد کهزاد زوى هماىون کهزاد، ىوشمېر مورخىنو، استادانو، محققانو، د هېواد علمي او فرهنګي شخصىتونو او بهرنيو مېلمنوګډون کړى و.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha