صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضاياوو ادارې له کاره سخت ناراضه يم

د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضاياوو ادارې له کاره سخت ناراضه يم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضاياوو ادارې له کاره سخت ناراضه يم

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضاياوو له ادارې سخت ناراضه دى او زياته يې کړه چې د غصب ټولې قضيې به له يوې مخې د سترې محکمې له لورې وڅېړل شي.

د زوراکو له لورې د دولتي ځمکو د غصب په اړه د اندېښنو په دوام ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د قانون د حاکميت عالي شورا د ځمکو د غصب مسئله په جدي ډول تعقيبوي.

ښاغلي غني چې پرون يې په ارګ کې، په څلورم ملي ښاري کنفراس کې خبرې کولې عدليې وزارت ته خبردارى ورکړ چې  که د دولت د قضاياوو او يا د حقوقو په اداره کې د ځمکو د غصب د مخنيوي په وړاندې ځنډ وليدل شي، يادې دواړه ادارې به لويې څارنوالۍ ته ولېږدوي. ښاغلي غني زياته کړه: "د قانون د حاکميت عالي شورا د ځمکو د غصب موضوع په جدي توګه تعقيبوي که د دولت د قضاياوو او يا د حقوقو په اداره کې تعلل وګورم دواړه به له عدليې وزارت نه څارنوالۍ ته انتقال کړم، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضاياوو له کار نه سخت ناراضه يم." ښاغلي غني دغه راز وويل چې له دې وروسته د دولتي ځمکو بېرته راګرځول د هر والي، قوماندان او ښاروال دنده ده. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تېر کال په درېيم ملي ښاري کنفراس کې ويلي و چې حکومت به راتلونکى کال د ځمکو د غصب پر مسئلې ډېر تمرکز وکړي. ښاغلي غني ويلي و چې څلورسوه زره جريبه ځمکه له غاصيبينو بېرته راګرځول شوې ده. که څه هم په افغانستان کې د ټولو غصب شويو ځمکو دقيق ارقام نشته، خو د اراضۍ خپلواکه اداره وايي چې د افغانستان په ۳۰ ولايتونو کې شااوخوا ۱،۳ ميليون جريبه ځمکه غصب شوې ده. د يادې ادارې د مسؤلينو په خبره ډېرې ځمکې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات کې غصب شوې دي. د راپورونو له مخې د دولتي ځمکو د غصب ترشا اکثره د زور واکو او ځينو دولتي چارواکو لاس دى.په ورته وخت کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس عبدالمتين بيګ بيا وايي چې د ځمکو د غصب او کمښت له امله دوى نه دي توانېدلي چې تر اوسه د شهيدانو کورنيو ته ځمکې ووېشي: "هغه سپارښتنه چې رييس صاحب تاسو د شهيدانو کورنيو ته د ځمکو د توزېع په اړه کړې وه له بده مرغه جدي ستونزه موجوده ده، په اکثرو ښارونو کې دولتي ځمکې نه انتقالېږي او د ځمکو په برخه کې مشکل موجود دى." د افغانستان د ولسي جرګې غړي فرهاد صديقي بيا وايي، تر کومه چې په حکومت کې دننه د ځمکو د غصب مافيايي کړۍ فعاله وي د غصب مخنيوى به يې ستونزمن وي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha