صفحه اصلی | hiwad | سیاست | اجرائيه رييس: د سولې او ټيکاو د لاسبري لپاره د پاکستان رول حياتي دى

اجرائيه رييس: د سولې او ټيکاو د لاسبري لپاره د پاکستان رول حياتي دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رييس: د سولې او ټيکاو د لاسبري لپاره د پاکستان رول حياتي دى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکترعبدالله عبدالله دسې شنبې په ور ځ د امريکا متحدو ايالتونو ته د خپل سفر په بهيرکې د واشنګټن پست ورځپاڼې له جګپوړو مديرانو سره د دغې ورځپاڼې په مقرکې وکتل.

په دې غونډه کې د دغې ورځپاڼې د مشرتابه هيئت غړو او جګپوړو مديرانو د افغانستان او د سيمې د قضيو په اړه  خپلې پوښتنې طرحه کړې او د اجرائيه رييس دغو پوښتنو ته په مفصل ډول ځوابونه ورکړل. په دې کتنه کې واشنګټن ته د افغانستان د هيئت د سفر دموخې، د امريکا د متحدو ايالتونو  د نوې ستراتيژۍ، له طالبانو سره د سولې د خبرو، له پاکستان سره د افغانستان د اړيکو، د افغانستان د نظامي او امنيتي حالت، د انتخاباتو د ترسره کولو، د حکومت د اصلاحي پروګرامونو، له فساد سره د مبارزې او د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان ترمنځ دګډو همکاريو په باب يولړ پوښتنې مطرح شوې.اجرائيه رييس په افغانستان کې دپوځي، اقتصادي او ټولنيز حالت  او د کابل _ واشنګټن د اړيکو د يو څرګند لرليد پر وړاندې کولو سره د افغانستان له  حکومت او خلکو سره د همکارۍ او له ترورېزم سره د مبارزې په خاطر د امريکا  د متحدوايالتونو له  حکومت او  خلکو څخه مننه وکړه.ډاکتر عبدالله دغه راز په خپلو خبروکې  په سولې او ټيکاو د لاسبري په اصل باندې ټينګار وکړ او د سولې د لاسبري لپاره يې له ډاراچوونکو ډلو سره دمرستې په بندولو کې دپاکستان رول مهم او حياتي  وباله .د هېواد اجرائيه رييس د ملي وحدت په حکومت کې د اصلاحاتو په باب په ټينګارسره  د را روان کال د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې د افغان حکومت د لاسته راوړنو يادونه وکړه .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha