صفحه اصلی | hiwad | سیاست | امريكا او كاناډا ته د اجرائيه رييس مهم كاري سفر

امريكا او كاناډا ته د اجرائيه رييس مهم كاري سفر

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امريكا او كاناډا ته د اجرائيه رييس مهم كاري سفر

د افغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وړمه ورځ د جګپوړي هيئت په مشرۍ په کاري سفر کې دامريکا دمتحدو ايالتونو او کاناډا ته لاړ .

په دغه سفر کې به د هېواد اجرائيه رييس او ملګرى پلاوى يې د امريکا متحدو ايالتونو  او کاناډا له جګپوړو  مقاماتو سره ليده کاته او خبرې وکړې. اجرائيه رييس به دغه راز د امريکا متحدوايالتونو دکانګرس او د سنا مجلس له غړو سره د افغانستان دحالت او د افغان د حکومت دچلنجونو او پرمختګونوپه پاب خبرې وکړي. ډاکتر عبدالله عبدالله دواشنګټن  په يوشمېر څېړنيزو او تحقيقاتي مرکزونوکې د افغانستان او سيمې د حالت په باب  ويناوې کوي.دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله کاناډا ته په سفر کې  دهاليفاکس  په نړيواله امنيتي غونډه کې ګډون او وينا کوي . وروسته به دافغانستان اجراييه رييس  نيويارک ته لاړ شي  او د ملګروملتو د سازمان په عمومي  ټولنه کې به د افغانستان د حالت په اړوند به د ملګروملتونو دسازمان دکلني پرېکړه ليک په باره کې وينا وکړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha