صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ناټو: د طالبانو د بريدونو زياتېدل، د هغوى د وارخطايۍ نښه ده

ناټو: د طالبانو د بريدونو زياتېدل، د هغوى د وارخطايۍ نښه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ناټو: د طالبانو د بريدونو زياتېدل، د هغوى د وارخطايۍ نښه ده

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، کورنليوس زيمرمن تېره اوونۍ د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د افغانستان په هکله د پرېکړو رضايت څرګند کړ او ويې ويل چې ناټو يوځل بيا په دې غونډه کې له افغانستان سره خپلې مشروطې ژمنې تازه کړې.

ښاغلي زيمرمن وويل: ((  ناټو پرېکړه کړې چې د روزنې او مشورې د ورکولو له پروګرام سره هڅې زياتې کړي، همداشان د دفاع وزيرانو په سياسي اړخ کې د ټينګو اقداماتو غوښتنه کړې. د دې مانا په افغانستان کې د سولې او پخلاينې بهير پرمخ وړل او د افغانستان ګاونډيان بوختول،چې ستاسو په هېواد کې داسې هوارى رامنځ ته شي چې د ټولې سيمې په ګټه وي.))د ناټو ملکي استازي امريکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه وويل چې د سرتېرو شمېر کچه ښه ده او دا ټولې هڅې د افغان امنيتي ځواکونو د قابليتونو او مسلکيتوت د کچې د لوړولو لپاره کېږي ،چې هغوى له خپلو دښمنانو سره په ښه توګه جګړه پرمخ بوځي.همداشان د ناټو ملکي استازي وويل چې د يو شمېر هېوادونو د دفاع د وزيرانو څخه يې اورېدلي چې افغانستان ته نور سرتېري هم استوي.د ناټو ملکي استازي د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت کې د قطر او متحدو عربي اماراتو شاملېدل خورا مهم وګڼل او ويې ويل چې تراوسه لا څرګنده نه ده چې دا  دوه هېوادونه به د قاطع ملاتړ په ماموريت کې څه ډول رول ولري.کورنليوس زيمرمن په افغانستان کې د سولې ورو بهير په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل چې بايد د سولې او پخلاينې په برخه کې له صبر کار واخيستل شي.ښاغلي زيمرمن وويل : (( زه فکر کوم چې تاسو بايد د يو څه صبر څخه کارواخلئ، د پوځي هڅو زياتېدل پر طالبانو فشارونه زياتوي، چې يو شمېر طالبان به ممکن ژر او يا وروسته دا درک کړي، چې هغوى جنګ نه شي ګټلى، بناً هغوى به د سولې پخلاينې په اړه فکر وکړي. ))

د ناټو دغه لوړپوړي چارواکي وويل چې په ورته وخت کې فکر کوي چې افغان حکومت بايد تل د سولې په خبرو کې د هغو سره چې پخلاينې ته لېواله دي، وسلې په مځکه ږدي، غواړي چې له ترورېستي ډلو سره اړيکې پرې کړي اود اساسي قانون منلو ته چمتو دي ،بوخت پاتې کېدو ته لېواله اوسي.همداشان د ناټو دغه چارواکي په افغانستان کې د سولې په برخه کې يو لړ اقداماتو يادونه وکړه او ويې ويل چې دى فکر کوي چې د هغو طالبانو لپاره چې سولې، پخلاينې او په ټولنه کې د بېرته مېشته کېدو سره لېوالتيا لري، پوځي او سياسي اقداماتو او تماسونو ته اړتيا ده.

هغه د پاکستان د دريځ په اړه وويل چې زه د پاکستان په هکله خبرې نه شم کولى، خو د ناټو په هکله خبرې کولى شم د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې پر پاکستان په لوړ آواز د يوې جوړونکي بوختيا غږ وشو.هغه په افغانستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د بريدونو د زياتېدو په اړه وويل چې وسله والو مخالفانو په پوځي ډګر کې د ماتې وروسته دغسې بريدونو ته مخه کړې ده.ښاغلي زيمرمن وويل: (( پوځي څېړونکي وايي چې دا د هغوى د وارخطايۍ نښه ده، د دې لپاره چې طالبانو د جګړې په ډګر کې څه ترلاسه نه کړل، هغوى خپله ستراتيژۍد ترورېستي بريدونو ته واړوله، چې په يقين هغوى په کې په نښه کېږي چې په جګړه کې شامل نه دي. ))هغه د راتلوونکي په اړه وړاندوينه ګرانه وبلله، خو ويې ويل چې دا يې په افغانستان کې دوهم ماموريت دى او دى پر افغانانو او افغانستان باورلري او دا ګڼي چې دا هېواد د يو تل پاتې سولې د ټينګېدو لپاره يو ښه چانس په مخ کې لري، که څه هم دا کار به يو څه وخت واخلي، خو مهمه داده چې په سمه پرمخ لاړ شي تر کومه چې پر ناټو پورې اړه لري ترهغې چې افغانان ورته اړتيا لري ورسره به مرستو ته دوام ورکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha