صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني څارنوالانو ته په خطاب کې: تاسې د عدالت ممثلين ياست

جمهور رييس غني څارنوالانو ته په خطاب کې: تاسې د عدالت ممثلين ياست

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني څارنوالانو ته په خطاب کې:  تاسې د عدالت ممثلين ياست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون مازديګر د افغانستان د څارنوالانو د پنځم سراسري کنفرانس د اختتاميې په مراسمو کې څارنوالانو ته په خطاب کې وويل: تاسې د عدالت ممثلين ياست،په دغو مراسمو کې چې د جمهوري رياست په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شول، د هېواد جمهوررييس د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو له رهبرۍ څخه په مننې وويل، په کمه موده کې توانيدلي ياست چې د باور بنيادي فضا رامنځته کړئ.

ده د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو او د امنيتي او دفاعي سکتور د ټولو شهيدانو روح ته دعا وکړه او پر وخت د هغوي کورنيو ته په رسيدګۍ يې ټينګار وکړ. د هېواد جمهوررييس له لوى څارنوال او د هېواد له ټولو څارنوالانو څخه د عدالت د ټينګښت، آزادۍ او د قانون د حاکميت په برخو کې د هغوى د هڅو مننه وکړه وې ويل، فساد اسانه او عدالت سخت دي ، هيله من يم ستاسې په هڅو عدالت اسانه او فساد سخت شي.جمهوررييس غني وويل: زه د عدلي او قضايي ارګانونو په چارو کې مداخله نه کوم او هيچاته هم د مداخلې اجازه نه ورکوم، د غېر مسوولو وسلوالو فعاليتونه د منلو نه دي، ګواښ ته به په ګواښ سره ځواب ووايوو. د هېواد جمهوررييس څرګنده کړه، دا ليدلوري چې هرڅوک ډېره وسله لري، زيات قوت لري بايد له منځه ولاړ شي او قانون د هېواد په ټولو اتباعو په مساوي ډول تطبيق شي.جمهوررييس محمداشرف غني څرګنده کړه، اوس هم د سراسري عدالت د ټينګښت په برخه کې ستونزې شته او دې مرحلې ته د رسېدو په موخه لا ډېرو فرصتونو ته اړتيا ده. ده ټينګار وکړ زموږ اساسي هدف دا دى چې په افغانستان کې مساوات او سراسري عدالت ټينګ کړو.جمهوررييس زياته کړه، د عدالت ټينګښت د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قرباني هومره د اهميت وړ دي، ځکه هغوى   په خپلو وينو او تاسې د خپل قلم په وسيله عدالت تامينوئ.جمهوررييس غني دې ته په اشاري چې خلک د هراړخيز عدالت غوښتونکي دي زياته کړه، دا عدالت ستاسي په پاکو لاسونو ټينګېداي شي او عدالت زموږ په دين او ملي فرهنګ کې رېښه لري. ده زياته کړه سوله او ثبات د عدالت او د قانون د حاکميت له لارې تأمينېداى شي.جمهوررييس دغه راز وويل، خلک له بې قانونۍ څخه تنګ شوي او په عدلي او قضايي دستګاه کې د رامنځته شويو اصلاحاتو له امله خلک  د دې ارګانونو هراړخيز ملاتړ ته چمتو دي.ده زياته کړه، له دې وړاندې د ولسواليو په کچه پانګونه نامتوازنه وه او بايد توازن رامنځته شي، ترڅو د لرې پرتو سيمو خلک هم لکه د ښارونو په مرکزونو کې له لازمو امکاناتو او اسانتياوو څخه برخمن شي. جمهوررييس د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د ولسواليو په کچه دې ملي پاليسي ترتيب کړي، ترڅو له حکومت سره د خلکو اړيکي ښې شي.  جمهوررييس محمداشرف غني ټينګار وکړ، زموږ اساسي موخه د ثبات ټينګښت دى او موږ د تحميل شوي جنګ پر وړاندې قرار لرو چې بايد له خپله ځانه دفاع وکړو، راتلونکى کال به زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي ته تېرشي.جمهور رييس غني وويل، د ثبات يو معيار دادى چې بې وزله خلک د زور له سلطې څخه بهر شي اوله عدلي قضايي ارګانونو  او حکومتي بنسټونو څخه د خلکو رضايت به په ځانګړي ډول په لرې پرتو ولسواليو کې د ثبات د ټينګښت لامل شي.ده د لوى څارنوالۍ په اداره کې د تشکيلاتو د کموالي په اړه وويل: دا د دې بنسټ له صلاحيتونو څخه دي او حکومت چمتو دى د يادې ادارې په وړانديز لازم امکانات او اسانتياوې برابرې کړي.د هېواد جمهوررييس د افغانستان د څارنوالانو د پنځم سراسري کنفرانس له ګډونوالو څخه د برخې اخيستنې له امله مننه وکړه، وې ويل، د دې بحثونو پر پايلو او د ستونزو طبقه بندۍ او اقداماتو په اړه ستاسو په تحليلونو به د قانون د حاکميت عالي شوراپه غونډه کې بحث وشي.په دې مراسمو کې د هېواد لوى څارنوال محمدفريد حميدي د افغانستان د څارنوالانو د پنځم سراسري کنفرانس د جوړېدو د اهميت په اړه خبرې وکړې او له جمهوررييس څخه يې د عدلي او قضايي ارګانونو له اجرااتو د ملاتړ له امله قدرداني وکړه. نوموړي په ځانګړي ډول په ولسواليو کې د څارنوالانو د وظيفوي او ځاني مصئونيت په اړه  وړاندېزونه مطرح کړل. د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک هم د ولسواليو په کچه د پوليسو او څارنوالانو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د لوى څارنوالۍ او اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ به د قانون حاکميت او د څارنوالانو د خوندېتوب په برخو کې کار وکړي.دغه راز د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوى رييس عبدالمتين  بيګ د ولسواليو په کچه د ولسوالانو او څارنوالانو د همکارۍ او همغږۍ په اړه خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې له لوى څارنوالۍ او اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ به کار وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha