صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهوررييس غني او ماىک پنس د افغانستان او امرىکا د اړيكو پرلاپراختيا ټينګار وكړ

جمهوررييس غني او ماىک پنس د افغانستان او امرىکا د اړيكو پرلاپراختيا ټينګار وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني او ماىک پنس د افغانستان او امرىکا د اړيكو پرلاپراختيا ټينګار وكړ

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمداشرف غني او د امرىکا دمتحدو اىالتونو د جمهوررييس مرستىال ماىک پنس دسې شنبې په ماښام تلېفوني خبرې وکړې.

دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه، دافغانستان او سوىلي آسىا لپاره د امرىکا متحدو اىالتونو د نوې ستراتىژۍ د تطبىق، د هېواد د امنىتي او دفاعي بنسټونو د پىاوړتىا، له ترورېزم سره پر مبارزې، اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې، سولې پروسې او د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.د امرىکا متحدو اىالتونو د جمهوررييس مرستىال جمهوررييس غني ته ډاډ ورکړ چې دولت او خلک به ىې همدغسې د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکوي.د هېواد جمهوررييس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امرىکا متحدو اىالتونو د دولت او خلکو د مرستو او همکارىو قدرداني وکړه او د  دوه اړخىزو همکارىو پر دوام ىې ټىنګار وکړ.د امرىکا د متحدو اىالتونو د جمهوررييس مرستىال له نړيوال ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنىتي او دفاعي ځواکونو د زړه ورتىا او قربانىو ستاىنه وکړه.جمهوررييس غني او ماىک پنس، د افغانستان او امرىکا متحدو اىالتونو ترمنځ د همکارىو پر پراختىا بحث وکړ او دغه همکارۍ ىې د ثبات د تحکىم او د افغانستان او سىمې د پراختىا او پرمختګ په لاره کې موثرې وبللې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha