صفحه اصلی | hiwad | سیاست | کابل ښاروالي دې غصب شوې مځکې بېرته راوګرځوي

کابل ښاروالي دې غصب شوې مځکې بېرته راوګرځوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابل ښاروالي دې غصب شوې مځکې بېرته راوګرځوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د دوشنبې په مازدېګر د قانون حاکميت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه. په پيل کې د هېواد جمهوررييس له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتيژۍ د تصويب يادونه او د يادې ستراتيژۍ

 د تدوين په خاطر يې د جمهوري رياست د دويم مرستيال محمدسرور دانش، سترې محکمې، لوى څارنوالۍ او عدليې وزارت د هڅو مننه وکړه او د هغې پر عملي کېدو يې ټينګار وکړ. دغه راز د جمهوررييس دويم مرستيال محمدسرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتيژۍ  د ارزښت په اړه خبرې او وړاندېز وکړ چې د يو حکم له لارې دې ټولې ادارې د يادې ستراتيژۍ په اجرا کولو مکلفې او ټولو ادارو ته دې رسماً ابلاغ شي. د غونډې په دوام د کابل سرپرست ښاروال د کابل ښاروالۍ دملکيتونو د مواظبت د څرنګوالي په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. ده وويل: موږ د ښاري ستونزو د حل لپاره زياتې هڅې کوو، خو ځينې ستونزې لا هم د ښاري خدمتونو د برابرولو پر وړاندې  خنډ دي. ده خلکو ته د استملاک له امله د کابل ښاروالۍ پورونه، د خپلسرو او نقشې خلاف کورونو جوړول، د ملکيتونو غصب، د جايدادونو د کرايې ټيټوالى، د ښاروالۍ په مخکېنيو قراردادونو کې ستونزې، د دې ادارې اړوند د خلکو دعوې او قضيې او د کابل ښاروالۍ په تقنيني اسنادو کې نېمګړتياوې د خدمتونو برابرولو پر وړاندې اساسي ستونزې وبللې. له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې لوى رييس سيدحسين فخري وويل، د کابل ښاروالۍ قراردادونه ځانګړې نېمګړتياوې او ستونزې لري چې د تدارکاتو له قانون سره مطابقت نه لري. هغه زياته کړ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha