صفحه اصلی | hiwad | سیاست | پاکستان د طالبانو او داعش د يو ځای کېدو هڅه کوي

پاکستان د طالبانو او داعش د يو ځای کېدو هڅه کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاکستان د طالبانو او داعش د يو ځای کېدو هڅه کوي

د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د افغان ځواکونو قومندان جنرال عبدالرازق وايي: د طالبانو مشر خپلو جګپوړو جنګي قومندانانو ته ويلي، چې ددوی او داعش هدف يو دی.دی وايي د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخوندزاده څو ورځې مخکې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته يې د کوټې شورا د مهمو غړو سره يوځای له خپلو پلويانو غوښتي چې نور له داعش سره مخالفت ونه کړي.

د طالبانو او داعش د يو ځای کولو ادعا داسې مهال رامخته کېږي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير څه موده وړاندې ويلي وو چې‌‌‌‌‌که فشارونه زيات شي، ښايي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د داعش ملاتړ وکړي.جنرال عبدالرازق وايي په راغلو کسانو کې د کوټې شورا د غړو او مشر تر څنګ د لشکر دعوا او لشکر طيبه خلک هم ورسره ملګري وو.د وسله والو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بيا د مولوي هبة الله اخندزاده سفر کوم غير عادي کار نه، بلکې د ده د چارو يوه برخه بولي چې پر خپلو کسانو راګرځي.جنرال عبدالرازق د بي بي سي له خبريال اسماعيل شهامت سره په مرکه کې وويل چې د طالبانو او القاعده په ګډون اورپکې ډلې د پاکستان له خوا جوړې شوي او اوس هڅه کوي چې د دولت پر وړاندې يې فعاليتونه همغږي کړي.هغه وويل چې اوس د القاعده اسيا مشر د عاصم عمر پنجابي په نامه کس دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دوی سره يوځای جنګېده.ښاغلي رازق د طالبانو نوی نسل د افغانستان لپاره جدي ګواښ وباله او زياته يې کړه چې له هغوی سره د وطن فکر نشته،خو د جنرال رازق په  وينا که اصلي طالبان له جګړې لاس واخلي پايله به يې ښه وي.وړمه ورځ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نيکولسن د کندهار په هوايي ډګر کې افغان ځواکونو ته د بلک هاوک چورلکو د سپارلو پر مهال وويل: (( وسله وال طالبان او داعش ډلې په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی، ځکه د جګړې په دې فصل کې افغان ځواکونو د بهرنيو قواوو په مرسته د افغانستان په شمال او سويل کې له وسله والو ګڼې سيمې نيولي.))د کارپوهانو په آند د وسله والو طالبانو وروستۍ هڅې ښايي دوه اړخونه ولري، لومړی په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ډېرېدل او بل دا چې په دغه ډلې کې وروستي اختلافونه چې له جګړې د ځينو د لاس اخيستو لامل شو.د کندهار د پوليسو مشر د بي بي سي مامون دُراني سره مرکه کې ويلي، د طالبانو د ډلې د غړو د راستنېدو لپاره يې په کندهار کې خوندي سيمې جوړې کړې دي.جنرال عبدالرازق وايي، چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو ۳۰ مهم کسان له دغې ډلې بېل شوي او سوله ييز ژوند يې غوره کړى دى.د پوليسو دغه مشر وايي په راغلو کسانو کې د کوټې د شورا د کمېسيونونو له غړو نيولې بيا تر واليانو، ولسوالانو او جنګي قومندانو تر کچې پورې کسان شامل دي.هغه وويل چې پرواګرام يې يو کال وړاندې پيل کړی و او د افغانستان په اړه د امريکا له نوې تګلارې سره راکړه ورکړه نه لري.د ښاغلي رازق په وينا په افغانستان د سولې بهير تر دې دمه بريالى نه و، نو ځکه د خوندي سيمو په جوړولو غواړي د دولت وسله وال مخالفين د اورپکۍ پرېښودو ته وهڅوي. جنرال رازق د امريکا نوې ستراتيژي د افغانستان په ګټه وبلله او يې ويل، چې نن امريکا قناعت کړی د ترهګرو مرکز په پاکستان کې دی او په ښکاره يې ويلي چې نوره يې حوصله د پاکستان له لاسه ختمه ده. د بشري حقونو د څار ادارې او د بشري حقونو يو شمېر بنسټونو په خپل يوه وروستي راپور کې د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د شخصي زندانونو په لرلو، د بنديانو په ربړولو او وژنو تورن کړي دي.جنرال عبدالرازق د بشري حقونو دغه رپوټونه ناسم وبلل او زياته يې کړه، په دغه ولايت کې زندان او په هرې امنيتي حوزه کې توقيف ځايونه شته، بيا نو د شخصي زندانونو اړتيا څه ده.))جنرال رازق هر ډول محکمې ته د ځواب ورکولو چمتووالی څرګند کړ.د پوليسو دغه مشر دا مني، چې ځينې تر لاس لاندې کسانو به يې ناحقه وژنو کې لاس درلودلی وي.ده وويل: (( همدا اوس شاوخوا ۲۲۰ کسان، چې د حوزو آمرين ، مرستيالان او د پوليسو افسران په کې شامل دي په بېلابېلو جرمونو ، د زندان د تور تمبو شاته پراته دي.))،خو د کندهار امنيه قومندان وايي د جګړې په ډګر کې پر هغه چا رحم نه کوي، چې د خلکو کورونه ورانوي او د ده سرتېري وژني.))نوموړی وايي په تېر کال کې ددغه ولايت په سرحدي ولسواليو کې ۶۰۰ افغان سرتېري وژل شوي. (( په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي.))

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha