صفحه اصلی | hiwad | سیاست | هند د افغانستان د بنسټونو په بيا جوړولو کې مهم رول لوبوي

هند د افغانستان د بنسټونو په بيا جوړولو کې مهم رول لوبوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هند د افغانستان د بنسټونو په بيا جوړولو کې مهم رول لوبوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د هند له سفير منپرت ووهرا سره وکتل.په دې کتنه کې په نوي ډيلي کې د افغانستان، هند او د امريکا د متحدو ايالاتو د وروستۍ تجارتي او دپانګونې د غونډې د بريالي جوړيدو په باب خبرې اترې وشوې .

د هېواد اجرائيه رييس د دغو دريو هېوادونو د تجارتي غونډې  برياليتوبونه وستايل او د افغانستان او هند د اقتصادي مناسباتو په پراختيا يې ټينګار وکړ.د هېواداجرائيه رييس نوي ډيلي ته په خپل سفر او له هندي سوداګرو سره په کتنه کې هغوى په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

د يادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د څه دپاسه دوه سوه پنځوسو ميليونو ډالرو په ارزښت د افغانستان او هند د تجارتي شرکتونو ترمنځ د سوداګرۍ قراردادونه او تفاهمليکونه لاسليک شوي دي.هند د افغانستان په بيا جوړولو او پراختيا کې د دغه هېواد د حکومت يو مهم شريک دى او د افغانستان د بنسټونو په بيا جوړولو کې مهم رول لوبوي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha