صفحه اصلی | hiwad | سیاست | له ايران سره د اوبو پر سر په بحثونو كې پرمختګ شوى

له ايران سره د اوبو پر سر په بحثونو كې پرمختګ شوى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له ايران سره د اوبو پر سر په بحثونو كې پرمختګ شوى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ غونډې د افغانستان او ايران ترمنځ د همکاريو د پنځه ګونو کمېټو د کاري پرمختګ څرنګوالى وڅېړه.

په دغه غونډه کې چې پرون سهار په ارګ کې وشوه، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په کې حضور درلود. د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني، د بهرنيو چارو وزارت اداري معيين نصير احمد اندېشه او د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو معيين انجنير فهيم الله ضيايي د ايران له اسلامي جمهوريت سره د اوبو او امنيت کمېټې د کاري پرمختګ په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

هغوى دې ته په اشارې چې د مذاکراتو لومړى پړاو په تهران کې ترسره شوي او بل دور به يې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې ترسره شي څرګنده کړه، په خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

جمهوررييس غني د ياد راپور له اورېدو وروسته ټينګار وکړ، افغانستان ليواله دى، چې له ايران سره د ګاونډي هېواد په توګه ښه مناسبات ولري او په بېلابېلو برخو کې د همکاريو د جامع سند له لاسليک وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لاښې او پراخه شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha