صفحه اصلی | hiwad | سیاست | افغان حكومت له نړيوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو كلك ولاړ دىنړيوالې ټولنې له افغانستان سره د اوږدمهالې همكارۍ ژمنه بيا تازه كړه

افغان حكومت له نړيوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو كلك ولاړ دىنړيوالې ټولنې له افغانستان سره د اوږدمهالې همكارۍ ژمنه بيا تازه كړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان حكومت له نړيوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو كلك ولاړ دىنړيوالې ټولنې له افغانستان سره د اوږدمهالې همكارۍ ژمنه بيا تازه كړه

د (افغانستان د پراختيا د پرمختګونو او لاسته راوړنواو د اصلاحاتو اجندا) په نوم د (( سام )) درېيمه کلنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهورىت دجمهوررييس محمداشرف غني پر وىنا رسماً پرانىستل شوه.دغه غونډه ،

چې د ۴۰ هېوادونو د استازو په حضور په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررييس هغوى ته ښه راغلاست وواىه او د لندن کنفرانس او بروکسل غونډو د ژمنو په اساس ىې د افغانستان د حکومت د اجرا شوىو برنامو او همداراز د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.جمهوررييس غني ووىل:(( د لندن په کنفرانس کې  مود افغانستان د ځان بسىاىنې لپاره د لارې نقشه وړاندې کړه او تېر کال په بروکسل غونډه کې هم له نړېوالې ټولنې سره د افغانستان حکومت د ژمنو او عملي پلانونو په اړه بحث او خبرې وشوې.جمهوررييس د افغانستان د حکومت ننګونو ته په اشارې چې شاوخوا درې کاله ىې تېر شوي ووىل: موږ د امنىتي او سىاسي بحران په ګډون درې بحرانونه تجربه کړل، له دې سره سره هم د حکومتوالۍ په برخه کې پراخې هڅې شوي دي. )) جمهوررييس ووىل: د افغانستان خلک لا هم د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او موږ هڅه کوو چې له دې پدىدې سره مبارزه وکړو او د افغانستان لپاره سوکاله راتلونکى جوړ کړو. ده ووىل: په ټول افغانستان کې د ولسي تړون پروګرام  پىل شوى، چې زرګونه خلکو ته کې کاري زمىنه برابرېږي، د دغه پروګرام  پىاوړتىا د حکومت لومړىتوب دى.جمهوررييس غني څرګنده کړه : افغانستان د پراختىا او پرمختګ لپاره مناسب ظرفىتونه لري او د سالمې پانګونې او پرمختګ لپاره باىد چاپېرىال او د لارې نقشه جوړه شي. هغه زىاته کړه: افغانستان زىاتې طبىعي سرچىنې لري چې له دې لارې خلکو ته زىاتې کاري زمىنې برابرېږي جمهوررييس ووىل: موږ هڅه کوو چۍ د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کال ټاکنې په لازمو معىارونو او  بشپړ شفافىت ترسره شي او د عدالت او شفافىت  لپاره ىوه اجماع تامىن کړو. هغه له مدني ټولنې وغوښتل، چې د دغه بهىر په څارنه کې فعاله ونډه ولري.جمهوررييس زىاته کړه: د افغانستان رهبري او مدىرىت تر نسلي بدلون لاندې دى او دغه اصلاح کوونکى او ځوان نسل به راتلونکو نسلونو ته ښه بنسټ کېږدي.د هېواد جمهوررييس ووىل:  حکومت په هر پړاو کې د افغانستان اساسي قانون پلى کوي او د قانون د حاکمىت اود اداري فساد پر ضد د مبارزې  د لارې ستونزې به حل شي.هغه په عدلي او قضاىي بنسټونو کې اصلاحاتو او همداراز له اداري فساد سره د مبارزې بهىر ته په اشارې څرګنده کړه: عدلي او قضاىي مرکز له تاسىس څخه تراوسه پورې د حکومتي مقاماتو اړوند د فساد ۳۰۰ قضىې څېړلي او ځىنې دغه چارواکي په حبس کې ديد هېواد جمهوررييس زىاته  کړه: د فساد ضد مبارزې لپاره د خصوصي سکتور برنامې ګټورې دي او موږ له فساد سره د مبارزې لپاره د هغوى دطرحو هرکلى کوو. هغه ټىنګار وکړ: حکومت به د څو فاسدو کسانود شتمنۍ لپاره ادرس نه وي.جمهوررييس غني له اداري فساد سره د مبارزې ستراتىژيك د پلان ىادونه وکړه وې وىل: دغه پلان حکومت جوړ کړى او له اداري فساد سره د مبارزې بهىر د چټکتىا لپاره به هراړخىزې هڅې وشي. هغه ټىنګار وکړ، چې په دې برخه کې د حکومت درىځ جدي دى او موږ خپلو نړيوالو شرىکانو او خلکو ته ډاډ ورکوو.جمهوررييس غني څرګنده کړه: په امنىتي او دفاعي سکتور کې اصلاحات راغلي او د پولىسوپه برخه کې هم اصلاحات دوام لري، حکومت په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. جمهوررييس د فساد د عواملود پېژندنې لپاره د مدني ټولنې درول قدرداني وکړه.ده په اوسنۍ جګړه کې د افغانستان درىځ برحقه وباله وې وىل: ترورېزم به ماتې وخوري او موږ په دې جګړه کې برىالي کېږو.جمهوررييس زىاته کړه: طالبانو او ترورېستي ډلو د ټولو  نړيوالو موازىنو او معاهدو پر خلاف د خلکو پر وژلو لاس پورې کړى، خو له ټولو تحرکاتو سره سره خپلو شومو موخوته ونه رسېدل او په هر پړاو کې د امنىتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.جمهوررييس د افغانستان او سوىلي آسىا لپاره د امرىکا متحدو اىالتونو نوې ستراتىژۍ ىاده کړه وې وىل:دا ستراتىژي کولاى شي له ترورېزم سره د مبارزې، د سىمې او نړۍ د سولې او ثبات د تامىن لپاره د همکارۍ محىط بدل او سىمهىىز او نړىوال امنىت ټىنګ کړي.د هېواد جمهوررييس د تلپاتې سولې په تامىن ټىنګار وکړ وې ويل: په دې برخه کې اجماع رامنځته شوې، موږ به د بىن الافغاني سولې او حزب اسلامي سره د سولې له برىالۍ تجربې په ګټه اخىستنه په دې برخو کې هڅه وکړو. هغه ټىنګار وکړ چې له پاکستان سره په خپلو مذاکراتو کې به  دولت په دولت بحث وکړو.جمهوررييس محمداشرف غني زىاته کړه: افغانستان هېڅکله د ترورېزم ملاتړ نه دى کړى، بلکې هڅه ىې کړې چې د سىمه ىىز پرمختګ او پانګونې لپاره د همکارۍ اړىکې رامنځته کړي. ده ووىل: افغانستان به د سىمې د سوداګرۍ او ترانزىټ په مرکز بدل شي.جمهوررييس محمداشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نړيوالې ټولنې د مرستو او همکارۍ په ځانګړي ډول د بروکسل او وارسا په غونډو کې د دوى د ملاتړ قدرداني هم وکړه.

د يو بل خبر له مخې:

 جمهوررييس محمداشرف غني د چهارشنبې په مازدىګر د ((سام )) لوړ پوړي پلاوي غونډې په څنډه کې چې د ښځو پر اقتصادي پىاوړتىا د تمرکز  په نوم په ارګ کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.په دغه مراسمو کې چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د استازو په حضور تر سره شول، د هېواد لومړۍ مېرمن په وروستىو درېىو کلونو کې د افغان ښځو د فعالىتونو او عمده لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل. دې له نړيوالو شرىکانو او دافغانستان حکومت څخه د افغان ښځو د پىاوړتىا پلانونو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.لومړۍ مېرمن زىاته کړه:  افغان ښځو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پرمختګ کړى او د افغانستان نوى نسل روښانه راتلونکي ته  ژمن دى او  هر اړخيزه هڅې کوي.هغې دې ته په اشارې چې افغان ښځې اوس د سترو مسوولىتونو اخىستلو ته چمتو دي ووىل: درې زره افغان ښځې د خپلو ګډو همکارىو او لازمې تواناىي په کارولو سره د خپل راتلونکي حالت د ښه والي لپاره هڅه کوي.د هېواد لومړۍ مېرمن ووىل: تېر کال افغان مېرمنو په ټولو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړى  او د ښځو د ملاتړ شبکې او د ښځو د سوداګرۍ خونې په رامنځته کېدو سره دغه قشر ته د زىاتو اقتصادي فعالىتونو بستر برابر شوى دى. هغې ووىل: د هېواد په لرې پرتو سىمو کې به له نارىنه وو سره په ګډه د ښځو شوراګانې هم جوړې شي.هغې  د ښځو په ملاتړ کې د دولت رول ارزښتناک وباله وې وىل: ښځې اوس له  سىمه ىىزو او مرکزي ادارو سره زىاتې اړىکې لري. لومړۍ مېرمن زىاته کړه: حکومت د اصلاحاتو راوړلو، له فساد سره دمبارزې، دتدارکاتي بهىر او  برېښناىي حکومتوالۍ د معرفي کېدو په برخه کې زىاتې هڅې کړي دي.په دغه مراسمو کې  له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو استازو په جلا ډول په  وروستىو کلونو کې د افغان مېرمنو د ودې او پىاوړتىا د پلانونو په اړه خبرې وکړې.د افغانستان د اسلامي جمهوررىت جمهوررييس د دغه مراسمو په پاى کې (( د افغانستان دوىم ځلي پىداىښت )) په نوم  د عکس نندارتون او د ارت لورد هنري ډلې دنقاشىو نندارې څخه کتنه وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha