صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ظاهراً د پاکستان په دريځ کې بدلون راغلی

ظاهراً د پاکستان په دريځ کې بدلون راغلی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ظاهراً د پاکستان په دريځ کې بدلون راغلی

له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پاکستان د لوی درستيز تر ليدنې وروسته، د افغانستان جمهوري رياست له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په دريځ کې د بدلون خبره کوي.د ولسمشر مرستيال وياند نجيب الله آزاد د دوشنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته ويلي چې د پاکستان په دريځ کې دغه بدلون د افغانستان د حکومت او د نړيوالو د فشارونو او د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ تر اعلام وروسته ليدل کېږي.ښاغلي آزاد وويل،

 سره له دې چې پاکستان په کراتو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو اوس ظاهراً داسې ښکاري چې دغه هېواد په دې پوه شوی چې له ترورېزم سره له رښتينې مبارزې پرته به، د افغانستان او نړيوالو همکاري له لاسه ورکړي.د پاکستان لوی درستيز قمر جاويد باجوه د يکشنبې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د ولسمشر محمد اشرف غني سره يې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په څرنګوالي او په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.ولسمشرغني افغانستان ته د پاکستان د لوی درستيز سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوی فصل ګڼلی او دغه سفر يې د دوه اړخيزو همکاريو لپاره مهم بللی دی.ولسمشر غني ډېر ځله په دې ټينګار کړی چې سوله دوه محوره لري، لومړی له پاکستان سره او بيا له طالبانو سره بين الافغاني سوله.د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې د پاکستان لوی درستيز له افغان ولسمشر سره په ليدنه کې د ترورېزم پر وړاندې د رښتينې مبارزې او د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د ملاتړ ژمنه کړې ده.پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ژمنې کړې، خو د افغان حکومت په خبره، کله يې هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.بل خوا يو شمېر افغان کارپوهان بيا په دې باور دي چې پاکستان د ژمي په موسم کې له افغانستان سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاريو ور پرانيزي، خو د جنګ په موسم يعنې د پسرلي په راتګ سره خپلې ژمنې له ياده اوباسي.په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي، پاکستان په تېر کې هم په پخپلو ژمنو عمل نه دی کړى او دا ځل به يې هم ونه کړي.ښاغلی مسلميار د ملي وحدت د حکومت له مشرانو غواړي چې له پاکستان سره د اړيکو په برخه کې تېر هېر نه کړي او په احتياط ګام واخلي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha