صفحه اصلی | hiwad | سیاست | برېټانيه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته دوام ورکوي

برېټانيه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته دوام ورکوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
برېټانيه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته دوام ورکوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې په بهرنيو او د ګډو کټو هېوادونو په چارو کې د برېټانيا د دولت وزير مارک فيلډ سره وکتل.په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه،

  جمهوررييس غني ښاغلي مارک فيلډ او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له هغه څخه يې وغوښتل، چې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب د ده نېکې هيلې د هغه هېواد ملکې اليزابت او لومړۍ وزيرې ترزامې ته ورسوي.وروسته دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د امريکا متحدو ايالتونو د نوې ستراتيژۍ، په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات،   د افغانستان د راتلونکو ټاکنو، تجارت او ترانزيت او ټولو سيمه ييزو اړيکو په اړه  بحث او خبرې وکړې.په بهرنيو او د ګډو کټو هېوادونو په چارو کې د برېټانيا د دولت وزير مارک فيلډ وويل، موږ تل د افغانستان خلکو سره وو او په راتلونکي کې به هم د دوى ترڅنګ پاتې شو. هغه زياته کړه، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوو او د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د امريکا د نوې ستراتيژۍ ملاتړ کوو.جمهوررييس غني په تېرو درېيو کلونو کې له افغانستان سره د برېټانيا د حکومت او د خلکو له همکاريو د قدرداني په څرګندولو سره وويل، د امريکا متحدو ايالتونو د ستراتيژۍ له اعلان وروسته ماحول بدلون کړى او نوي فرصتونه رامنځته شوي چې د بين المللي شريکانو په همکارۍ به په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د تامين لامل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha