صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو او سىمې په ګټه دى

د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو او سىمې په ګټه دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو او سىمې په ګټه دى

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمداشرف غني پرون ماسپښىن د پاکستاني پوځ لوى درستىز جنرال قمر جاوىدباجوه سره چې د هغه هېواد د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه لومړى جمهوررييس غني د پاکستان لوى درستىز او ورسره پلاوي ته ښه را غلاست وواىه.جمهوررييس غني د پاکستاني پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ  لپاره نوى فصل ىادکړ او هغه ىې د همکارۍ د نوىو رامنځ ته شوىو فرصتونو په شراىطو کې مهم وباله.په دې کتنه کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سىمې دامنىت، دوه اړخىزو اړىکو، سولې او ثبات، له ترورىزم سره د مبارزې، د ترانزىټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړىکوپه اړه بحث او خبرې وشوې.

په دې کتنه کې پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې هىواد ىې له ترورىزم سره د مبارزې په برخه کې چې ګډ ګواښ دى هر ډول همکارۍ ته چمتو دى او د افغانانو په رهبرۍ او مالکىت د سولې د مىکانىزم ملاتړ کوي.

 جمهوررييس غني ټىنګار وکړ چې دوه اړخىز کاري ټىم دې په بېلابېلو سکتورونو کې وروستي ىا راتلونکي ګامونه پورته کړي تر څو په سىمه کې د سولې او ثبات د ټىنګښت په خاطر د هراړخىزې واضح همکارۍ چوکاټ تدوىن او په دې برخه کې دې عملي ګامونه واخىستل شي. ده د دواړو لورو د ژمنو لپاره د څارنې او ټاکلي وخت دسىستم په رامنځته کېدو ټىنګار وکړ.

 پاکستاني پلاوي دغه راز ژمنه وکړه چې کاري ټىمونه به پر عملي او تطبىقي پلانونو کار وکړي.جمهوررييس غني ووىل: د رامنځ ته شوى مناسبې فضا په خاطر باىد عملي ګامونه پورته او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا دې په واضح ډول رامنځته شي. ده زىاته کړه، د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو اود سىمې په ګټه دى او کولاى شي د دواړو هېوادونو ولسونه له فقر څخه وژغوري. جمهوررييس محمداشرف غنيڅرګنده کړه، موږ د مسوولىنو په حىث دا تارىخي دَىن لرو چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړو او له رامنځ ته شوې فضا څخه د دواړو هېوادونو او سىمې په ګټه استفاده وکړو    دواړو لورو په ټىنګار سره ووىل، باىد په تېر کې بند پاتې نشو او اوسنىو شراىطو ته په کتو جدي اړتىا ده چې راتلونکي ته فکر وکړو او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha