صفحه اصلی | hiwad | سیاست | افغانستان به تېرو وختونو ته ور ستون نه شي

افغانستان به تېرو وختونو ته ور ستون نه شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان به تېرو وختونو ته ور ستون نه شي

د ملي وحدت د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ټينګار کوي چې افغانستان به تېرو وختونو ته ستون نه شيد باختر آژانس دخبرله مخې:

 ډاکتر عبدالله عبدالله چې د تېرې جمعې په ورځ يې په نوي ډيلي کې د نړيوالو اړيکو د شورا په کنفرانس کې  خبرې کولې، څرګنده کړه  چې تروريستان نه شي کولاى په افغانستان کې د بدلون او د ودې بهير مخه ونيسي .په دې کنفرانس کې چې زيات شمېر ديپلوماتانو، څيړونکو، ورځپاڼه ليکونکو او هندي شخصيتونو ګډون کړى و، دهېواد اجرائيه رييس  زياته کړه  افغانستان به  تېر تورتم ته ستون نه شي .

ډاکتر عبدالله عبدالله  زياته کړه چې د افغانستان دولت د تروريستانو ترمنځ توپير نه مني او هغوى په ښه او بدو نه ويشي.

د افغانستان  اجرائيه رييس د سيمه ييزو اړيکو په پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغانستان د آسيا د جنوب او مرکز ترمنځ د پله په توګه عمل کوي او په سيمه کې هيڅ کوم هېواد ته  ګواښ نه دى.

ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل او اسلام آباد د اړيکو په باب هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې چلنجونه شته او ټول بايد پوه شي  چې د افغانستان سوکالي او ثبات د سيمې د سوکالۍ او ثبات په مانا ده.اجرائيه رييس زياته کړه: د افغانستان خلک سوله غواړي او په همدې دليل     موږ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو او تفاهم دروازې پرانيستې دي.ډاکتر عبدالله عبدالله  د هېواد د شمال د نا آراميو په باب وويل: ځينې کسان فکر کوي چې د افغانستان دولت او ناتو د داعش ملاتړ کوي، خو دغه مسئله بې بنسټه  ده او موږ له  ډار اچوونکو ډلو سره له توپير پرته مبارزه کوو.د هېواد اجرائيه رييس له هند سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل: موږ بايد په تمه ونه اوسو چې حالات بدل شي او پانګه اچونه وکړو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha