صفحه اصلی | hiwad | سیاست | هند ته د اجرائيه رييس سفر سترې لاسته راوړنې لرلې

هند ته د اجرائيه رييس سفر سترې لاسته راوړنې لرلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هند ته د اجرائيه رييس سفر سترې لاسته راوړنې لرلې

دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وړمه ورځ د هند له جمهور رييس رام ناتکوويند سره وکتل.

 په دغه کتنه کې د هند جمهور رييس دغه هېواد ته دافغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رييس او دده دملګري هيئت دسفر له امله ښه راغلاست ووايه اوزياته يې کړه: افغانستان نه يواځې د هند ستراتيژيکي شريک دى بلکې زموږ په زړه کې ځاى  لري او تصوف اوعرفان د دواړو هېوادونو تاريخي ، فرهنګي مشترکاتو ته پيوند ورکوي .  د هند  جمهور رييس دغه را ز زياته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره په تېره بيا د سوداګرۍ او پراختيا په برخه کې  خپلو اړيکو اوهمکاريو ته زيات ارزښت ورکوي او په ډيلي کې وروستۍ تجارتي  غونډه په دې لاره کې يوګام بولي. د هند جمهور رييس ټينګار وکړ چې هېواد يې په ټول قوت سره په افغانستان کې د سولې او امنيت دټينګښت غوښتنه کوي. دافغانستان اجرائيه رييس د هند د حکومت اوخلکو د تاوده هرکلي له امله په مننې سره ، دغه هېواد يې دافغانستان باوري دوست وباله چې په بېلابېلو او سختو دورو کې دافغانستان د خلکو تر څنګ درېدلى دى او هېڅ راز مرستې يې نه دي سپمولې.  د هېواد اجرائيه رييس د سلما بند او دافغانستان دپارلمان د ودانۍ د جوړولو په شان په افغانستان کې  د هند د عمراني او سترو پروګرامونو په يادونې سره ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په دوام ټينګار وکړ او په ډيلي  کې  د سوکالۍ  په لور د تېرېدو وروستۍ غونډه يې  د سوداګرۍ اوپانګونې لپاره د خصوصي  برخې  د پياوړتيا په لاره کې يو ګام وباله. اجرائيه رييس دغه راز له ډار اچونې سره د مقابلې ، د ترورېستانو دپټنځيو د پاى ته رسولو او په سيمه کې  د سولې او ټيکاو د تامينولو لپاره د دواړو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه. ديوه بل خبر له مخې: اجرائيه رييس عبدالله په نوي ډيلي کې په خپل استوګنځي کې له يو شمېر افغان سوداګرو او پانګه والو سره وکتل. په دغه کتنه کې عبدالله دنوي ډيلي په نندارتون کې دافغان پانګه والو دکارنده ونډې او شتون له امله مننه وکړه او همدارنګه يې دهېواد دسياسي امنيتي حالت په بيانولو سره وويل چې هندي  سوداګر په طبيعي  ډول په افغانستان کې دپانګونې علاقمند دي او دوى زموږ په هېواد کې دپانګونې لپاره همکارۍ او لارښوونې ته اړتيا لري.دافغانستان اجرائيه رييس په تېرو وختونوکې  دهند او افغانستان دپانګه والو دهمکارۍ يادونه وکړه او ويې ويل چې په دې وروستيو وختو کې په افغانستان کې دانرژۍ ځينې پروژې دهندي پانګې اچوونکو په مرسته عملي شوي دي چې دكندهار ولايت دلمريزې برېښنا پروژه يې ښه بېلګه ده. دهېواد اجرائيه رييس څرګنده کړه چې ځينې مسووليتونه په دولت پورې اړه لري چې پانګې اچوونکو ته لازمې اسانتياوې  برابرې کړي چې هغوى وکولاى شي په ډاډ سره په کار او فعاليت لاس پورې کړي. همدارنګه دې ورته دټکس او ماليې په برخه کې يولړ اسانتياوې برابرې  شي او دغه راز کوچنيو او منځنيو پانګونو ته دکار فرصت برابر شي. ډاکتر عبدالله دافغانستان سوداګرو ته وويل چې له  دې وروسته دې خپلې  ستونزې اوچلنجونه له حکومت سره طرحه کړي چې دهغو دحل کولو په لاره کې اقدام وشي.دکتنې په دوام دافغانستان پانګې اچوونکو په هېواد کې دپانګونې دلارې پرسر ډېر ستر خنډ اوچلنج امنيتي ستونزې وبللې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دهندي او افغاني پانګې  اچوونکو مصوونيت تضمين کړي.  دوى وويل چې له کلونو کلونو راپدېخوا دافغانستان ځينې توليدي اقلام دګاونډيو  هېوادونو په نامه په نړيوالو بازارونو کې پلورل کېږي او دې ته اړتيا ده چې دغه حالت بدلون ومومي.

دغه راز: اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په نوي ډيلي کې په خپل استوګنځي کې له يوشمېر مطرحو هندي سوداګرو او پانګه والو سره وکتل او په افغانستان کې دپانګونې دفرصتونو په باره کې هندي سوداګرو ته معلومات ورکړل او هندي پانګه وال  يې  دې ته وهڅول چې په افغانستان کې پانګونې وکړي .  دهېواد اجرائيه رييس وويل :افغانستان دصنعت ، سوداګرۍ ، کانونو او کرنې پ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha