صفحه اصلی | hiwad | سیاست | له فساد سره د مبارزې فرهنګ د بدلون په حال کې دی

له فساد سره د مبارزې فرهنګ د بدلون په حال کې دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له فساد سره د مبارزې فرهنګ د بدلون په حال کې دی

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي: په امنيتي او دفاعي سکتورونو کې د اصلاحاتو راوستل يواځينی انتخاب دی او له هغې پرته د افغانستان پراختيا او امنيت ناشونی دی. د افغانستان دولت د سې‌شنبې په ورځ له اداري فساد سره د مبارزې د ۳۵۰ متخصصينو او اړوندو ادارو په ګډون (( په امنيتي او دفاعي سکتورونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ګډ درې ورځنی کنفرانس )) جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د افغانستان لويې څارنوالۍ،له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له عمومي رياست سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې درې جلا جلا هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

 د افغانستان ولسمشر دغه کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل: د دغو هوکړه ليکونو لاسليکول، د دې ښکارندويي کوي، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې فرهنګ د بدلېدو په حال کې دی. ښاغلي غني وويل : (( فرهنګ مات شوی و، خو اوس دا فرهنګ د بدلېدو په حال کې دی، په امنيتي او دفاعي سکتورونو کې اصلاحات يواځنی انتخاب دی چې موږ يې لرو او له هغې پرته به نه امنيت ټينګ شي او نه به کوم مهم پراختيايي پروګرام عملي شي. موږ د فساد عوامل پېژندلي او د اصلاحاتو د عملي کولو څرنګوالی مو هم معلوم کړی دی.)) ولسمشر غني ټينګار وکړ، چې په امنيتي او دفاعي سکتورونو کې   د اصلاحاتو له راوستلو پرته به په عدلي او قضايي بنسټونو کې اصلاحات او شفافيت دوام و نه کړي. د ښاغلي غني پر وينا، عدلي او قضايي بنسټونه په خپلو پرېکړو کې بشپړه خپلواکي لري او هغه کسان چې د دغو بنسټونو په چارو کې مداخله کوي مفسدين دي. ولسمشر غني وويل : (( افغانستان هغه وخت آبادېږي، چې غل او مجرم  چې په هر چا پورې تړلی وي، که د سړي زوی هم وي، سړی دې هغه قانون ته په لاس ورکړي، نه دا چې محافظت  ترې وکړي، هغه محافظت نه دی، هغه له وطن سره جفا ده.)) هغه وويل: چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټولو قوانينو څېړنه دوام لري.په ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو کې له فساد سره مبارزه د افغانستان د دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي په دغه کنفرانس کې وويل، چې په امنيتي سکتور کې اداري فساد جدي ستونزه ده، خو دغه وزارت په دې برخه کې د اغېزمنې مبارزې لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.د ښاغلي بهرامي پر وينا، په ملي دفاع وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې د عالي بورډ جوړول، په پاليسيو او مېکانېزمونو کې روڼوالی، د فساد پر ضد د مبارزې د عالي کمېسيون او د مختلفو کمېټو جوړول او د دغه وزارت د جنرالانو د شتمنيو ثبتول هغه اقدمات دي، چې د اصلاحاتو د رواستلو په موخه ترسره شوي دي. ښاغلي بهرامي دغه راز وويل : (( د دندې له صلاحيتونو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې، د بډو اخيستل، تذوير، د اسنادو جعل او اختلاس جرمونو ۱۲۲ دوسيې چې په کې ۳۳۱ کسان شامل دي، د اداري فساد جرمونو سره د مبارزې څارنواليو او د درنو جرمونو عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي، چې له دې شمېرې د ۵۸ دوسيو په اړه محکمو پرېکړه کړې او ۶۵ دوسيې په دوران کې دي.)) د ښاغلي بهرامي پر وينا په دغو قضيو کې د ملي دفاع وزارت جنرالان، ډگروالان، ډګرمنان او د ټيټې کچې منسوبين شامل دي.د افغانستان د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال جانان بارکزي په دې غونډه کې وويل، چې د دغه وزارت چارواکو هم له فساد سره د جدي مبارزې هڅې پيل کړي دي.د ښاغلي بارکزي پر وينا، په تېر يو نيم کال کې د کورنيو چارو وزارت د تفتيش رياست ۱۱۵۵ پېښې څېړلې دي.هغه وويل: (( ۱۳۵ دوسيې د ۲۷۹ کسانو په مظنونيت، چې په کې ۱۱ جنرالان او ۱۷۷ افسران شامل دي، د عدلي او قضايي تعقيب لپاره لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.)) د افغانستان لوی څارنوال فريد حميدي په دغه کنفرانس کې وويل: په اوس وخت کې د فساد د ټولو دوسيو برخليک روښانه شوی ، چې يو شمېر يې د محاکمو له خوا وروستۍ شوې او يو برخه يې په قضايي دوران کې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha