صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د م،م د نوې ستراتېژۍ تمركز به د سولې پر ټينګښت وي

د م،م د نوې ستراتېژۍ تمركز به د سولې پر ټينګښت وي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د م،م د نوې ستراتېژۍ تمركز به د سولې پر ټينګښت وي

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سياسي ماموريت مشر تداماچي ياماموتو پرون له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وويل،‌چې دوى په کابل کې خپله ستراتيژيکي بيا کتنه بشپړه کړې ده.

د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:هغه وويل، چې د نوې ستراتيژۍ سره به ډېر تمرکز د افغانستان د سولې پر مسئله وي او دې موضوع ته به تر نورو مسايلو وړاندي د لومړيتوب په توګه کتل کيږي.ده زياته کړه،‌چي يوناما د ملګرو ملتونو د اړوندو او نورو کمک کوونکو ادارو ترمنځ‌د همږغۍ پر زياتوالي هم کار کوي او هڅه به يې دا وي،‌چې دا چاره پياوړې شي.ښاغلي ياماموتو د ټاکنو په پروسه کې ‌د اجراييه رييس په مشرۍ د امادګيو وروستۍ غونډې مثمرې وبللې او غوښتنه يې وکړه، چې دا غونډې دې دوام پيدا کړي.د هېواد اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله خوښي وښوده، چې د يوناما ستراتيژيکي بيا کتنه بشپړه شوې او په راتلونکي کې به ډېر تمرکز د افغان حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولي پر پروسې باندې وي.هغه وويل،‌چي افغان حکومت هم د امنيتي‌هڅو ترڅنګ د سولي هڅو ته ډېره پاملرنه کړې او ددې برخې تقويت د ستونزې د اساسي حل په توګه وړاندې‌ کوي.ده زياته کړه،‌چې د ټاکنو پروسه به د ټاکنو د کمېسيون په مشرۍ او مالکيت او د حکومت په ملاتړ په ټول سرعت سره مخ ته ځي او په دې برخه کې به د خلکو توقعاتو ته رسيدګي وشي.اجراييه رييس په دغو برخو کې د بريا لپاره د سياسي نظام تقويت مهم وباله او زياته يې کړه،‌چي د حکومت په سطحه نوې ټاکنې د سمون لوري ته مهم ګامونه دي چې اخيستل شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha