صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ټاکنو پروسه د ولس لپاره اساسي ارزښت لري

د ټاکنو پروسه د ولس لپاره اساسي ارزښت لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاکنو پروسه د ولس لپاره اساسي ارزښت لري

د هىواد د ولسي جرګې او ولاىتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د امادګۍ غونډه د کورنىو او بهرنىو استازو او مسوولو ادارو په ګډون د اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه.

داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.په غونډه کې د راىه ورکوونکو د راىې اچونې د مراکزو د ارزىابۍ لپاره د روزنې پر پروسه، د راىه ورکوونکو د نومونو پر ثبتولو، د اړوندوې ټکنالوژۍ پر خرىدارۍ او د پوهنې وزارت سره د نوم ليکنې او رايې اچونې د مراکزو لپاره د تفاهم لىک پر لاسلىک خبرې وشوې.د ټاکنو د خپلواک کمېسون د دارلانشا رييس امام محمد ورىماچ غونډې ته ووىل، چې کمېسون تېره اوونۍ د روزونکو لپاره د روزنې کورسونه پىل کړي او ډېر ژر به دغه لړۍ ولاىاتو ته وغځوي.ده زىاته کړه،‌چې دوى به د راتلونکې اوونۍ د  دوشنبې په ورځ د نوم ليکنې او رايې اچونې مراکزو د ارزىابۍ پروسه هم پىل کړي.هغه ىادونه وکړه،‌چې د پوهنې له وزارت سره ىې د نوم ليکنې او رايې اچونې د مراکزو په اړه د تفاهم لىک د لاسلىک مراحل هم نهايي کړي او منتظر دي، چې له هغې پتې څخه دا پروسه چټکه شي.په غونډه کي حاضرو او د پروسې مرستندوىانو بهرنىانو ووىل،‌چې دوى په مالي او تخنىکي برخو کې خپلو همکارىو ته تىار دي او د اړتىا په صورت کې همکارۍ زىاتولاى شي.اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پرونۍ غونډې ته ووىل: ‌چې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتولو او تائىدۍ په برخه کې د اړوندې ټکنالوژۍ تر لاسه کولو لپاره پروسه چټکه شي او ټول فعالىت دې د ټاکنو پروسې ته متمرکز شي.هغه زىاته کړه: چي د ټاکنو پروسه د افغانستان د خلکو لپاره د اساسي ارزښت وړ موضوع ده او اړتىا ده،‌چې د ټاکنو کمېسيون او اړوندې ادارې په ټول توان سره د پروسې د پرمختګ او د شفافىت د تضمىن له اړخه ځانونه ډاډه کړي.ده حکومتي مسوولىنو ته هداىت وکړ،‌چې د پوهنې په وزارت کې دې د مراکزو په اړه د تفاهم لىک د امضا پروسه چټکه کړي او هر راز خنډونه دې ډېرژرله منځه ىوسي.هغه د مخابراتو او معلوماتي‌ټکنالوژۍ او برېښنايي پېژندپاڼو د ادارې ترمنځ د تفاهم لىک د لاسلىک پر چټكيا هم ټينګار کړى او اړوندو مسوولىنو ته ىې دنده ورکړه،‌چې ډېرژر دا موضوع نهايي کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha