صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ولسمشر غني د غازي امان‌الله خان له کورنۍ سره غمشريكي وكړه

ولسمشر غني د غازي امان‌الله خان له کورنۍ سره غمشريكي وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني د غازي امان‌الله خان له کورنۍ سره غمشريكي وكړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون ماسپښين د اعليحضرت غازي امان‌الله خان له لور شهزادګۍ هنديا سره وکتل.

 په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم په‌کې حضور درلود، جمهوررييس غني يو ځل بيا له شهزادګۍ هنديا سره د هغه د ورور شهزاده انجنير احسان‌الله په وفات غمشريكي وكړه او د غمشريکۍ تر څنګ يې د ارواښاد روح ته دعا وکړه. جمهوررييس د هېواد د خپلواکۍ باني اعليحضرت امان‌الله خان کورنۍ يوه داسې کورنۍ وبلله چې افغانستان ته يې زيات خدمتونه کړي، وې ويل: دا کورنۍ په افغانانو کې ځانګړى مقام او محبوبيت لري. ورپسې د اعليحضرت غازي امان‌الله خان لور شهزادګۍ هنديا وويل: ارګ د ټولو کور دى او زه خپل کور ته راغلې يم. هغې له دې امله له جمهوررييس غني څخه مننه وکړه چې غازي امان‌الله خان او د هغه افکارو ته ځانګړى درناوى لري. وروسته شهزادګۍ هنديا څو شيبې د اعليحضرت غازي امان‌الله خان په څوکۍ کېناسته او د خپل پلار د کار مېز يې ښكول کړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha