صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د جمـهوررييس غنـي په مشـرۍ د اقتـصاد عـالي شـورا پر ګـڼو پـروژو بحـث وكـړ

د جمـهوررييس غنـي په مشـرۍ د اقتـصاد عـالي شـورا پر ګـڼو پـروژو بحـث وكـړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمـهوررييس غنـي په مشـرۍ د اقتـصاد عـالي شـورا پر ګـڼو پـروژو بحـث وكـړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ وړمه ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې د اقتصادي عالي شورا غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې پر څلور موضوعاتو؛ د ترکش پټروليم شرکت د تړون پر ستونزې، له طبيعي ګازو څخه د برېښنا د توليد د دوو پروژو د همغږۍ دصلاحيت پر ورکړې، د پامير هوايي شرکت د الوتکو او تجهيزاتو او په دولتي ادارو يې د مطالباتو په اړه د اريانا شرکت په وړانديز، د پيسو له نړيوال صندوق سره د غونډو پر راپور، د بودجې د تامين پر څرنګوالي او په حقيقي وخت  کې د بودجې سيستم په ورکړه، (Real

 Time Data Management) بحث وشو.د کانونو او پټروليم وزارت مسوولانو د ترکش پټروليم شرکت د تړون   د ستونزې په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل، وې ويل: د کانونو وزارت د داوطلبۍ له لارې له ياد شرکت سره د  نوې څا د کېندلو او د جمعه او باشيکورد په ساحه کې د دوو  څاګانو د بيارغاونې تړون کړى و، چې د تجهيزاتو د لېږد لارې د بدليدو او د تخنيکي او امنيتي عواملو په خاطر د پروژې د ختمولو وخت په څو پړاوونو کې تمديد شي، خو دغه شرکت  ونشواى کولاى له تړون سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې په نتيجه کې يې پر دغه شرکت ۲،۳ميليونه ډالره د ځنډ جريمه وضع شوې ده.د کانونو او پټروليم وزرات د ترکش پټروليم شرکت له غوښتنې سره سم د ځنډ جريمې د معافيت او نه معافيت په اړه د اقتصاد له عالي شورا څخه لارښوونه وغوښته. مصطفى مستور په دې اړه وويل: مهمه داده چې د دغې پروژې په تطبيق کې د ځنډ دلايل واورېدل شي او د ځنډ لامل مشخص شي.په زېربنايي چارو کې د جمهوررييس سترسلاکار ډاکټر محمدهمايون قيومي وويل: په دې برخه کې څرګندى سټراټيژۍ ته اړتيا ده چې په راتلونکي کې په تړونونو او د پروژو د پلي کېدو په بهير کې ستونزې رامنځته نشي.

د اقتصاد وزير عبدالستار مراد د جريمې د معافيت په اړه خبرې وکړې وې ويل، کله چې شرکتونه د جريمې په ورکړه کې شاملېږي، بايد پرې تطبيق شي چې دا په فرهنګ بدل نشي.همدارنګه د اقتصاد په عالي شورا کې ځينو ګډونوالو د دغې موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل نظريات او وړانديزونه يې شريک کړل.جمهوررييس غني په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د ترکش پټروليم شرکت له خوا د پروژې په تطبيق کې د ځنډ دلايل بايد طبقه بندي او واورېدل شي. ده په متخلفو شرکتونو د جريمې تطبيق مهم وباله او په دې برخه کې يې پر جديت ټينګار وکړ.د دې په دوام غونډې يو ذيدخل بنسټ ته له طبيعي ګازو څخه د برېښنا د توليد د دوو دستګاوو د همغږۍ د صلاحيت په ورکړې بحث وکړ.په پام کې ده له طبيعي ګازو څخه د برېښنا د توليد پروژې به په بلخ او جوزجان ولايت کې د بيات پاور او غضنفر ګروپ شرکتونو له خوا تطبيق شي، چې د ماليې، انرژۍ او اوبو او دکانونو او پټروليم وزارتونه او د افغانستان د برېښنا شرکت يې په تطبيق کې ذيدخل اړخونه دي.په بنسټيزو چارو کې د جمهوررييس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمايون قيومي وويل: د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کابينې د غضنفر کمپنۍ په اړه پخوا پرېکړه کړې وه، ښه دا ده کوم کارونه چې د پروژې په تطبيق کې دغې کمپنۍ ترسره کړي ، کاري بهير دې همداسې دوام ومومي.د ولسي جرګې غړي عبيدالله رامين وويل: د دغو پروژو په تطبيق او ګټې اخيستو کې بايد مسووليتونه تفکيک شي او  د اوبو او انرژۍ وزارت د نورو ادارو په نسبت کولاى شي دغه همغږي په غاړه واخلي.د برېښنا شرکت رييس قدرت الله دلاوري په دې اړه وويل: د تمرکز ټکي په‌کې پر صلاحيتونو او همغږۍ دي، د اوبو او انرژۍ وزارت چې د انرژۍ په برخه کې د برنامو او پاليسيو مسووليت لري، کولاى شي له اړوندو بنسټونو سره لازمه همغږي ټينګه کړي.د ولسي جرګې وکيل صديق احمد عثماني وويل: د ګازو د توليد د ځاى مسووليت د کانونو او پټروليم وزارت په غاړه دى او په دې برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت نقش نظارتي دي چې ترسره يې کړي.مصطفى مستور وويل: پر دغې موضوع د کابينې او د اقتصاد په عالي شورا کې څو ځلي مفصل بحثونه شوي، ښه داده چې پر پخوانيو پرېکړو عمل وشي.ذکي وويل، د اوبو او انرژۍ او د کانونو او پټروليم وزارتونو ترمنځ نه همغږي د پروژو پر تطبيق ناوړه اغېزه کوي او بايد دا همغږي رامنځته شي.د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان وويل: موږ هڅه کوو چې د ښه کار د ترسره کولو لپاره د کانونو وزارت له نورو وزارتونو او بنسټونو سره په چارو کې همغږي رامنځته کړي.د اوبو او انرژۍ وزارت معيين امان الله غالب وويل: د طبيعي برېښنا د توليد دوې پروژې بشپړې شوې او په دې برخه کې د ماليې وزارت سره همغږي رامنځته شوې ده.

 ده د کانونو او د انرژۍ وزارتونو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ.جمهوررييس غني د وزارتونو ترمنځ پر لا همغږۍ ټينګار وکړ وې ويل، اړوند بنسټونه بايد د يادو پروژو د کار د پرمختګ د جريان په اړه په منظمه توګه د اقتصاد دعالي شورا غونډو ته راپور ورکړي.ده وويل: زموږ د طبيعي ګاز ظرفيت بايد تثبيت شي او د طبيعي ګاز او سرچينو په اړه بايد واضح تصوير رامنځته شي. ده د مزارشريف د کود برق فابريکې د ستونزو په حل كولو ټينګار وکړ.د هېواد جمهوررييس له ګازو څخه د برېښنا د توليد دپروژو لپاره د ګاز د وېش په اړه وويل: لومړيتوب دې په ترتيب سره د پروسې له پيل او له کمپنيو سره د تړون له مخې په پام کې ونيول شي.جمهوررييس محمداشرف غني زياته کړه: د ګازو د پايپ لاين تخنيکي ظرفيت، پانګونه، د کار وېش او د پروژو مديريت بايد سره تفکيک شي. غونډې دې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا همغږې شي او له يادو کمپنيو سره د مذاکراتو برخه دې په زېربنايي چارو کې د جمهوررييس د سلاکار محمدهمايون قيومي او په بانکدارۍ او مالي چارو کې د جمهور رييس د ستر سلاکار اجمل احمدي له خوا په مخ يوړل شي. له غضنفر شرکت سره د تړون بهير چې په ده کې مالي بين المللي سازمان دخيل دى، ژر دې نهايي شي.د غونډې په بله برخه کې اريانا هوايي شرکت ته د پامير هوايي شرکت د شتمنيو په لېږد، د آريانا شرکت په بيلانس شيت کې يې ثبت او په دولتي ادارو د آريانا د مطالباتو د حصول په اړه بحث وشو.

په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهور رييس ستر سلاکار اجمل احمدي وويل، د پامير شرکت د شتمنيو د واقعي ارزښت ټاکل اوله  پامير هوايي شرکت څخه د اريانا افغان هوايي شرکت د نورو مطالباتو مشخص کول او په بيلانس شيټ کې دې ټاکل شوى ارزښت درج شي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي په دې اړه وويل: د اريانا افغان هوايي شرکت حسابونه دې له پامير شرکت سره تصفيه شي او په دې اړه دې اقدامات چمتو شي.د ولسي جرګې وکيل صديق احمدعثماني وويل،: د پامير هوايي شرکت موضوع واضح ده او د اريانا افغان هوايي شرکت سره دې محاسبات نهايي شي.په دې اړه جمهوررييس غني څرګنده کړه چې د اريانا افغان هوايي شرکت بايد په يو د باور وړ شرکت بدل شي او د معياري کولو لپاره يې بهرنى تفتيش لازم دى. ده لارښوونه وکړه چې د الوتکو او تجهيزاتو د قيمت په مقابل کې  دې د پامير شرکت مطالبات حساب شي او پاتې مقدار دې د بودجې له لارې اريانا هوايي شرکت ته ورکړل شي. د اريانا افغان هوايي شرکت له دې وروسته اجازه نه لري چې دولتي بنسټ ته قرض ورکړي.

همدارنګه د افغانستان ـ هند د هوايي دهليز په اړه بحث وشو، جمهوررييس په دې هکله څرګنده کړه چې د صادراتو اهميت ته په کتو دې خصوصي سکتور، اريانا هوايي شرکت او کام اير په خپلو کې غونډه وکړي او د صادراتو يو څرګند مهالوېش دې په خپلو کې جوړ کړي او هغوى ته دې لازمې اسانتياوې برابرې شي.په بله برخه کې د ماليې وزير اکليل حکيمي او د افغانستان بانک عمومي رييس خليل صديق د پيسو له نړيوال صندوق سره د غونډو په اړه راپور وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې د پيسو نړيوال صندوق په افغانستان کې  اقتصادي اصلاحات، له فساد سره مبارزه او د کورنيو عوايدو زياتوالى ستايلى او په دې اړه يې په کورنيو رسنيو کې مقاله خپره کړې دههمدارنګه د ماليې وزير ليتوانيا ته د دولتي پلاوي د سفر او په سنګاپور کې د سټراټيژيکې رهبرۍ او ښې حکومتولۍ په پلان کې د لوړ پوړو دولتي کارمندانو د ګډون په اړه معلومات وړاندې کړل.د غونډې په پاى کې د بودجې تامين او په واقعي وخت کې د ورکړې سيستم په اړه بحث وشو او جمهوررييس اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د بودجې سرچينه د سيستم د ايجاد دې اترا ادارې ته ورکړل شي او د دې لپاره دې شفاف او د باور وړ مېکانېزم په پام کې ونيول شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha