صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهوررييس غني او مايک پنس پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ

جمهوررييس غني او مايک پنس پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني او مايک پنس پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني وړم ماښام د امريکا د متحدوايالتونو د جمهوررييس له مرستيال مايک پنس سره د ويډيويي کنفرانس له لارې په بېلابېلو مسائيلو بحث او خبرې وکړې.

 دواړو غاړو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان له امنيتي سکتور سره د انکشافي ژمنو او څلور کلن پلان، له اداري فساد سره د مبارزې په اصلاحي پلانونو، له ترورېزم سره پر مبارزې او د سيمې په امنيت بحث او خبرې وکړې.

د امريکا د متحدوايالتونو د جمهوررييس مرستيال د افغانستان حکومت له هڅو خوښي وښوده او وې‌ويل: چې د افغانستان حکومت په تېرو دوه نيمو کلونو کې د مهمو مسووليتونو په پرمخ وړلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هڅې يې د ستايلو دي.

هغه څرګنده کړه: د امريکا د متحدو ايالتونو خلک او دولت د افغانستان له خلکو او دولت  څخه ملاتړ کوي چې سولې، ثبات او پراختيا ته ورسېږي او د يو همکار په توګه به ورسره پاتې کېږي.

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امريکا د متحدو ايالتونو له دوامدارو مرستو مننه وکړه او دغه هېواد يې د افغانستان ښه همکار وباله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha