صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د پاکستان پر وړاندې د کابل سياست به د څېرو په بدلېدو سره تغيير ونه کړي

د پاکستان پر وړاندې د کابل سياست به د څېرو په بدلېدو سره تغيير ونه کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پاکستان پر وړاندې د کابل سياست به د څېرو په بدلېدو سره تغيير ونه کړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې د سياسي څېرو په بدلېدو سره د هغه هېواد پر وړاندې د افغان حکومت په سياست کې بدلون نه راځي. د پاکستاني د صدراعظم نواز شريف له بې واکه کېدو سره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي :

د هغه هېواد پر وړاندې د افغان حکومت سياست په اشخاصو پورې نه دې تړلي ، بلکې حکومت يې د رېښتينو اقداماتو غوښتونکي دي،  خو پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې دا بدلونونه به د افغانستان په وضعيت څه اغېز وکړي؟د افغانستان د بهرنيو چاروز وزارت يې په ځواب کې وايي: د کابل تمه سولې ته رسېدل او په پاکستان کې د ترورېستانو د پټنځايونو له منځه وړل دي ، چې دا کار د دواړو هېوادونو اړيکې ښې کولاي شي.د دغه وزارت وياند شکيب مستغني وايي : له دې ور هاخوا د څېرو په بدلېدو سره د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت سياست نه شي بدلېداي. نوموړي زياته کړه: (( تر کومه چې د پاکستان د راتلونکي حکومت سره د اړيکو موضوع مطرح ده هغه په افغانستان كې د ترورېزم پر وړاندې ګډه او صادقانه مبارزه د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه بولي، د افغانستان اسلامي جمهوريت د د پاکستان عملي او صاقانه اقداماتو ته په تمه دی ،چې  ترڅو د تروريستانو ملاتړ او تجهيز ته خاتمه ورکړي.)) د پاکستان صدراعظم نواز شريف د جمعې په ورځ د هغه هېواد د سترې محکمې له خوا د مالي فساد له امله بې واکه شو چې بيا يې خپله استعفا ورکړه. دا چې نواز شريف له افغانستان سره د ښو اړيکو او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې څه کړي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يې په اړه څه نه وايي ، خو سياسي څېړونکي يې په اړه بېلابېل نظرونه لري. يو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې نواز شريف لا له پيله د ترورېزم ملاتړ کاوه او د افغانستان د پخوانۍ اردو ماتېدل يې خپل وياړ ګڼو. د نړيوالو چارو کارپوه ودير صافي وايي:  نواز شريف د خپل قدرت په دواړو دورو کې له افغانستان سره د اړيکو د ښه کېدو لپاره څه نه دي کړي او نوموړي د افغانستان په شخړو کې يوه مهمه څېره بولي. نوموړي زياته کړه: نواز شريف هغه څوک دي چې په خپله لومړۍ دوره کې يې هغه وخت چې مجاهدين راغلل په وياړ سره ويل :چې د افغانستان اردو يې ختم کړې او په دويمه دوره کې يې هم د سولې لپاره هېڅ کار ونه کړ او  په اقتصادي برخو کې يې افغانستان ته زيانونه واړول، زما په باور د دغو څېرو له تګ راتګ سره د پاکستان په پاليسۍ کې څه بدلون نه راځي ، خو پرته له دې چې يوه نوې روشن فکره ډله راشي.)) له دې وړاندې د پاکستان پخواني صدراعظم اصف علي زرداري له افغانستان سره په ښو اړيکو کې نواز شريف ناکام بللي و او ويلي يې و، چې د ده حکومت د افغانستان د دوستۍ لاس ټينګ نه شو کړاي.  د چارو کارپوه ودير صافي وايي:  د پاکستان نوي صدراعظم د هغه هېواد لپاره يو فرصت دي چې خپل ځان له سياسي انزوا څخه وباسي که نه د ده په خبره د نواز شريف د سياستونو دوام هغه هېواد د کړکېج په لور بېولاي شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha