صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د سولې په اړه د پاکستان ځواب تراوسه منفي دى

د سولې په اړه د پاکستان ځواب تراوسه منفي دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سولې په اړه د پاکستان ځواب تراوسه منفي دى

د افغانستان ولسمشر وايي: د سولې په اړه د افغانستان د حکومت هڅو ته د پاکستان ځواب تراوسه منفي دى او له دې کبله افغانستان ته ډېر تاوانونه اوښتي دي.ولسمشر محمد اشرف غني له وال سترىټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ووىل:

 له طالبانو او پاکستان سره ىې د سولې لپاره هڅې کړي ، خو پاکستان او وسله والو طالبانو د ده هلوځلو ته په جنګ ځواب وىلى دى.ولسمشر غني همداراز ووىل : (( آىا دې جګړې افغانستان ته تاوانونه اړولي؟ هو ډېر زىات، خو د دې جګړې وضعىت د بدلون په حال کې دى.))ده ووىل: سره له دې چې افغانستان په جګړه کې ښکېل دى ، خو سږ کال د افغان ځواکونو وضعىت ښه شوى دى.د راپورونو له مخې د تېرو کلونو په پرتله د سږ کال په لومړىو ۶ مىاشتو کې د افغان ځواکونو تلفات په سلو کې ۳۰ لږ شوي دي.د افغانستان ولسمشر وال سترىټ ژورنال ته ووىل : (( پاکستان ته لاړم، د سولې هڅې مې وکړې، خو کله چې تاسي چا ته لاس اوږد کړئ او هغه کس لاس درنه کړي چاره مو څه ده؟ )) په وال سترىټ ژورنال ورځپاڼه کې د ولسمشر غني د مرکې له خپرېدو ىوه ورځ وروسته د کندهار په خاکرېز ولسوالي کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو په ىوه پراخه او منظمه حمله کې د ملي اردو شاوخوا ۵۰ سرتېري شهىدان شول.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha