صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د کاپيسا، پروان او کوهدامن مشرانو او سياستوالو د جمهوررييس د پلانونو ملاتړ وکړ

د کاپيسا، پروان او کوهدامن مشرانو او سياستوالو د جمهوررييس د پلانونو ملاتړ وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کاپيسا، پروان او کوهدامن مشرانو او سياستوالو د جمهوررييس د پلانونو ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د محمدالماس زاهد د معرفي کېدو په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. په دغه مناسبت د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي وو چې د کاپيسا، پروان او کوهدامن ګڼ شمېر مشرانو او سياسي شخصيتونو په کې ګډون کړى و،

لومړى د چارو ادارې د چارو د انسجام مرستيال شعيب تيمورِي د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررييس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه د محمدزاهد الماس د مقررۍ فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي چې نوموړى موظف دى چې د خلکو او حکومت ترمنځ د ښو اړيکو په ټينګولو کې هڅه وکړي او دى به د اقتصاد عالي شورا، د ولسي تړون عالي شورا، د کډوالو چارو عالي کمېسيون او د اوبو او مځکو عالي شورا غړيتوب هم لري.  همدارنګه نوموړى موظف دى چې د ولايتي شورا ګانو، ولسي او سيمه‌ييزو جرګو او قومي شوراګانو سره د لا ښو اړيکو د ټينګولو په خاطر د اړوندو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ همکاري وکړي. په دغه مراسمو کې ستر جنرال ايوب سالنګي خبرې وکړې او د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررييس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه يې د محمدزاهد الماس د انتصاب مبارکي ورکړه او له جمهوررييس څخه يې د دغې ټاکنې په خاطر مننه او قدرداني وکړه. هغه زياته کړه، افغانستان په حساس پړاو کې دى او د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د هېواد سوکالۍ، امنيت او ثبات ته ضرر ورسوي. سالنګي زياته کړه، ترورېستان هره ورځ زموږ خلک په نښه کوي او غواړي افغانستان د نړيوال تروريزم په مرکز بدل کړي. جنرال سالنګي وويل: د افغانستان دښمنان غواړي د خلکو په منځ کې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي او زموږ وحدت متزلزل کړي، په اوسنيو شرايطو کې د خلکو په منځ کې د يووالي او وحدت ساتل خورا مهم دي.

هغه وويل: د شمالي د خلکو په استازيتوب د هېواد جمهوررييس ته ډاډ ورکوو چې دښمنانو او ترورېستانو ته به د بې اتفاقۍ اچولو اجازه ور نه کړو. سالنګي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان دولت او خلکو سره د سولې او ثبات په تامين کې لا زياته همکاري وکړي. سالنګي د خلکو غوښتنه د سوکالۍ رامنځته کول او د حکومت پياوړتيا وبلله او زياته يې کړه، موږ د جمهوررييس له اقتصادي طرحو او دغه شان د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د نېکو مناسباتو د ټينګښت قدرداني کوو او دا هڅې ستايوو. همدارنګه د ولسي جرګې وکيل حاجي اقبال کوهستاني د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررييس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه د محمدالماس زاهد د ګمارنې مبارکي وويله او زياته يې کړه چې موږ په دې انتصاب خوښ يواو ملاتړ يې کوو. هغه د جمهوررييس اقتصادي پلانونه په ځانګړي ډول د سترو پروژو پلي کول او د ټرانزيټي لارو پرانيسته او بهرنى سياست وستايه او زياته يې کړه، د جمهوررييس د ګټورو فعاليتونو له امله نن د افغانستان بهرنى سياست په برياليتوب مخته روان دى. کوهستاني څرګنده کړه، سياستوال حق لري چې ايتلاف جوړ کړي او د ملي ګټو په خاطر حرکت وکړي، خو دا سياستوال د نظام برخه وو او د هغې په جوړولو کې يې رول درلود، دوى بايد په داسې بڼه حرکت وکړي چې ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي، که چېرته نظام ته خطر متوجه وي، موږ د ملي ګټو په خاطر د حکومت او جمهوررييس ترڅنګ درېږو. هغه په ادارو کې د ځوانو کادرونو د جذبولو، د ګلبهارد نساجۍ د فعالولو، د برېښنا بند جوړولو، د کاپيسا د سل بستريز او د پروان د پنځوس بستريزو روغتونونو د ستونزو د حل او سړکونو د رغاولو په اړه جمهوررييس ته وړانديزونه وکړل. د دې په دوام عبدالرحيم راشد، محمدالماس زاهد ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او د اجماع او مشورو د اهميت په اړه يې خبرې وکړې. هغه زياته کړه، د مشورې فرهنګ له پخوا راهيسې زموږ په خلکو کې دود او د ستونزو په حل کې اغېزناک دى. هغه جګړه په هره برخه کې ګواښ وباله وې ويل، دا زموږ رسالت دى چې له ديني او ملي ارزښتونو او له خپل نظام څخه دفاع وکړو. راشد وويل، موږ د خپل ه : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha