صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني تورنجنرال سکاټ هاوېل او کرېس آسټن د ښو خدمتونو له امله ووياړل

جمهور رييس غني تورنجنرال سکاټ هاوېل او کرېس آسټن د ښو خدمتونو له امله ووياړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني تورنجنرال سکاټ هاوېل او کرېس آسټن د ښو خدمتونو له امله ووياړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په افغانستان کې د ناټو د لويې قوماندانۍ د ځانګړو عملياتو د قطعې لوى قوماندان تورنجنرال سکاټ هاوېل ته د غازي ميرمسجدي خان دولتي مډال او په افغانستان کې د برتانيې د نړيوالې پرمختيايي ادارې مسوول کرېس آسټن ته د سيدجمال الدين افغان دولتي نښان ورکړ.په دې

مناسبت په جوړو شويو جلا مراسمو کې  چې وړم ماښام په ارګ کې ترسره شول، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د چارو د ادارې عمومي رييس عبدالسلام رحيمي، په عامه اړيکو او ستراتېژيکو ارتباطاتو کې د جمهور رييس ستر سلاکار شاه زمان ميوندي او په افغانستان کې د برتانيا سفير ډومينيک جرمي هم حضور درلود، د جمهوري رياست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهور رييس فرمانونه ولوستل.په فرمانونو کې راغلي وو چې تورنجنرال سکاټ هاوېل د خپل ماموريت پرمهال د امريکې د متحدو ايالتونو او ناټو د ځانګړو عملياتو د ځواکونو د عملي   قوماندې او کنټرول او همدارنګه په افغانستان کې د برتانيې د نړيوالې پرمختيايي ادارې  مسوول کرېس آسټن په افغانستان کې د برتانيې د مرستو د ښې ادارې، تنظيم او تطبيق په برخه کې د هلو ځلو ترڅنګ ښې وړتياوې ښودلي دي.جمهور رييس غني د تورنجنرال سکاټ هاوېل او کريس آسټن د غوره خدمتونو د قدردانۍ او له افغانستان سره د امريکا د متحدو ايالتونو او برتانيې د خلکو او دولتونو له رښتينو مرستو د مننې په خاطر دوى ته دولتي مډال او نښان ورکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha