صفحه اصلی | hiwad | سیاست | چين ته د اشرف غني احمدزي لومړى رسمي سفر له خورا ارزښته ډك دى

چين ته د اشرف غني احمدزي لومړى رسمي سفر له خورا ارزښته ډك دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
چين ته د اشرف غني احمدزي لومړى رسمي سفر له خورا ارزښته ډك دى

چين له ډېرې مودې له پاره د افغانستان پېښې يوازې وڅارلې خو له څو کلونو راهيسې پېکينگ د کابل پر وړاندې يو فعاله دريځ غوره کړى. چين ته د نوي افغان ولسمشرد سفر پر مهال به پر دې دريځ لا ټينگار وشي. د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، لومړنى رسمي سفر تر سعودي عربستان وروسته چين ته څلور ورځنى سفر ترسره شو.

چين له ډېرې مودې له پاره د افغانستان پېښې يوازې وڅارلې خو له څو کلونو راهيسې پېکينگ د کابل پر وړاندې يو فعاله دريځ غوره کړى. چين ته د نوي افغان ولسمشرد سفر پر مهال به پر دې دريځ لا ټينگار وشي. د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، لومړنى رسمي سفر تر سعودي عربستان وروسته چين ته څلور ورځنى سفر ترسره شو. درې ورځې نور هم په چين کې پاتې شي. د دغه سفر په ورستۍ ( د جمعې په ورځ به په پيکينگ کې د «استانبول د پروسې» د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه هم تر سره شي. په دغې غونډه کې د روسيې، چين او هند په شمول ۱۴ هيوادونه ونډه اخلي. د افغانستان باثباته پرمختيا د دغې غونډې اصلي موخه ده. د چين د دولتي خبري آژانس «شينهوا» د معلوماتو له مخې دغه غونډه له دې کبله ډېر اهميت لري چې «دا په چين کې د افغانستان په هکله لومړنۍ نړيواله غونډه ده». پر دې سربېره دا د اشرف غني احمدزي د کار تر پيلېدو وروسته لومړۍ غونډه ده چې په کې پر افغانستان خبرې کېږي. له ۲۰۱۲ کال راهيسې او له افغانستانه د لوېديځو ځواکونو د وتلو بهير تر پيل وروسته، چين د پخوا په پرتله په افغانستان کې خپله ښکيلتيا پياوړې کړې ده. د چين د هغه وخت د داخلي چارو امنيتي مشر ژو ينکنگ، کابل ته سفر کړى و او پر نورو سربېره يې په چين کې د ۳۰۰ افغان پوليسو د روزولو پر سر توافق کړى و. له افغانستانه د نړيوال مرستندويه ځواک يا ايساف تر وتلو وروسته چين بايد دا امکانات په نظر کې ونيسي چې د خپل لوېديځ گاونډي هيواد متزلزله ثبات له ستونزو سره مخامخ کېداى شي. په سينکيانگ کې د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه د مرکزي آسيا د چارو کارپوه پان ژپېينگ، وايي: «د چين لپاره جيوپوليتيکي فکتور مهم نقش لري. د افغانستان ثبات د چين د امنيت په معني دي.» د نوموړي کارپوه په وينا تر ټولو زيات پېکينگ غواړي چې په سينکيانگ کې ايغوري افراطيانو د هغه ملاتړ مخه ونيسي چې هغوى يې له خپلو افغان ملگرو څخه په لوژيستيکي، تبليغاتي او د پرسونل په برخه کې تر لاسه کوي. دا پوښتنه چې آيا د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې  د ايغوري بېلتون غوښتونکو د مرکزونو موجوديت د سينکيانگ دچارواکو لپاره کوم خطر گرځېدلى شي، د چينايي کارپوهانو تر منځ شخړه ييزه ده. خو دا خبره روښانه ده چې چين په دې هکله اندېښنه لري. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پيکينگ له هغوى سره اړيکه نيولي وه، چې دا ضمانت تر لاسه کړي چې له افغانستانه د به ايغوري بيلتون غوښتونکو له لوري کوم بريد نه تر سره کېږي. د جرمني د دويسبورگ اېسن، له پوهنتونو څخه د سياسي  چارو کارپوه يوخن هېپلر، له دويچه ويله سره په خبرو کې ويلي چې اوس هم پيکينگ د طالبانو پر وړاندې د عمل د ډگر د واقعيتونو بربنسټ دريځ لري: ((که چيرې طالبان له ځان څخه داسې نخښې نښانې ښکاره کړي چې له چين سره په اقتصادي، د بيلگې په توگه د اومو موادو د استخراج په برخه کې همکاريو ته چمتو دي، نو ښايي د طالبانو پر وړاندې د چينايانو مخالفت معتدل شي او يا حتي بالکل له منځه ولاړ شي. خو باالمقابل، که چيرې طالبان د افغانستان د طبيعي شتمينو د استخراج پر وړاندې د يو خڼد او احتمالا هم په چين کې د مسلمانو قوتونو ملاتړ کوونکي وگڼل شي، نو ښکاره ده چې هغوي به له مخالفت سره مخامخ شي.)) خو چين نه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد له پوځي لحاظه مقابله وکړي. معني دا چې: چين نه غواړي هغه امنيتي خلا ډکه کړي، کومه چې د ايساف د پوځي ماموريت وروسته له گواښ سره مخامخ ده. په سينکيانگ کې د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه د مرکزي آسيا د چارو کارپوه پان ژپېينگ، د چين دريځ په دې ټکو کې روښانه کوي: «يو څوک چې کوم کړکيچن هيواد ته سرتيري استوي، ژر له يوه بيړني حالت سره مخامخيږي.» د هغه په وينا پيکينگ د دې پر ځاي د اقتصادي پرمختگونو او د سيمه ييزو نوښتونو له لاري د اشرف غني د حکومت باثباته کول غواړي. هغه په دې برخه کې د استانبول د پروسې بيلگه راوړي. د کابل له نظره هم له چين سره اقتصادي اړيکې او له ترهگرۍ سره مبارزه د يوې سکې دوه مخه دي. د اشرف غني احمدزي يوه وياند فايق وحيدي، له دويچه ويله سره په خبرو کې ويلي دي: «چين په افغانستان کې د سولې او امنيت د رامنځ ته کولو په برخه کې ستر نقش لوبولي شي. موږ چين ته د هغه گاونډي او سيمه ييز قدرت په سترگه گورو چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې ملاتړ کولاي شي. په دې کې اقتصادي همکاري، تجارت او امنيت شامل دي.» نوموړې وياند زياته کړې ده چې په عين وخت کې تروريزم د دواړو هيوادونو له پاره يو گواښ دي او له دې کبله دا مهمه ده چې داوړه هيوادونه په گډه د هغه پر ضد مبارزه وکړي. د سياسي چارو آلماني کار پوه هيپلر، په نظر له افغانستان څخه د ناټو تر وتلو وروسته له چين سره د کابل نزديوالي منطقي او د پوهيدو وړ دي: «غني غواړي چې له امريکا متحده ايالاتو او د ناټو د يو شمير هيوادونو د وروستيو کلونو له ډيرې سختې وابستگۍ او اړتيا څخه ځان خلاص کړي. د دې هدف له پاره، چين له يوې خوا يو نزدي گاونډي او له بلې خوا يو نړيوال اقتصادي قدرت دي. سربيره پر دې د امريکا متحده ايالاتو او د اروپا د اتحاديې په پرتله چين له سياسي لحاظه د انعطاف وړ دي، معني دا چې که چيرې هغه په اقتصادي برخو کې افغاناتو سره يوې هوکړې ته ورسيږي بيا نو د هغوي د ښې حکومتوالۍ په مسايلو کې مزاحمت نه ورته پيدا کوي

د اومو موادو په استخراج کې پانگونه افغانستان بهرنيو پانگوالو ته اړتيا لري ترڅو له خپلو زيرمو څخه استفاده وکړاى شي. له ۲۰۰۷م کال راهيسې له چين سره په لوگر ولايت کې د مس عينک، د کان د استخراج په برخه کې يو تړون لاسليک شوى خو د ميلياردونو په ارزښت دغه پروژه د امنيتي دلايلو او د زيربناو د کمښت له وجې کابو پر ټپه ولاړه ده. په سپتمبر مياشت کې د چين د کانونو شرکت MCC يو پلاوى کابل ته راغلى و. دواړه اړخونه غواړي چې دغې پروژې ته ژمن پاتې شي، خو دواړو اړخونو د دوامدارو ستونزو پر موجوديت باندې اعتراف کړى. پر دې سربېره د چين د نفتو شرکت CNPC د ترکمنستان پولې ته څېرمه د آمو دريا په څنډو کې د نفتو پر استخراج باندې بوخت دي. دا په اوسني وخت کې د اومو موادو د استخراج په برخه کې يوه بله پروژه ده چې چين په کې ونډه لري. خو د افغان چارواکو او چينيايي شرکتونو تر منځ د بيو په سر لانجه موجوده ده. په دغه ځاى کې موجوده تيکنالوجي د روسانو د وخت ده خو په افغانستان کې د طبيعي منابعو د استخراج لپاره د چين د پانگونې لپاره لا هم کافي امکانات شته. د مرکزي آسيا د چارو د کارپوه پان ژيپينگ د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي گډ کار ته د يوې اوږد مهاله پروژې په سترگه گوري. نوموړي کارپوه له دويچه ويله سره په خبرو کې ويلي چې د اقتصادي پرمختگ لپاره اصلي شرط ثبات دى. هغه زياته کړې : ((که چيرې چين له طبيعي زېرمو سره ليوالتيا هم ولري، ښايي تر هغه وخته انتظار وايستل شي چې وضعيت لږ آرامه شي او يا دا چې افغان حکومت پر حالت کنترول ولري.))

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha