صفحه اصلی | hiwad | سیاست | مشرانو جرګه : د کندهار پر امنيه قوماندان تورونه د دښمن توطيه ده

مشرانو جرګه : د کندهار پر امنيه قوماندان تورونه د دښمن توطيه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مشرانو جرګه : د کندهار پر امنيه قوماندان تورونه د دښمن توطيه ده

د افغانستان مشرانو جرګې د ملګرو د ملتونو د سازمان د شکنجې ضد کمېټې له خوا د کندهار پر امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق لګېدلي تورونه بې بنسټه وبلل.

مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د سازمان د شکنجې ضد کمېټې له خوا ، دا تورونه وڅېړي او د مسئلې په اړه دې خپل دريځ روښانه کړي.

د مشرانو جرګې غړو د يکشنبې په ورځ د دوى په عمومي غونډه کې وويل چې جنرال عبدالرازق په وروستيو څو کلونو کې د کندهار ولايت د امنيت په برخه کې ښه رول لوبولى او د داشان تورونو لګول، د دښمن له توطيو پرته، نورڅه نه دي.

د مشرانوجرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار چې په دې ورځ يې د جرګې مشري کوله وويل:(( موږ په يوه محبس کې هم د ظلم او ځورونې پلويان نه يو اوهېڅ يو محبس له نظره لرې نه دي، د افغانستان او د بشري حقونو نړيوال کمېسيونونه د افغانستان ټول زندانونه چې ترکنټرول لاندې يې دي څاري، نو دغه کمېټه ولې دغه غږ پورته کوي او څو کلن راپور وړاندې کوي، زما په نظر دا راپور رد دى))

د مشرانو جرګې ځينو نورو غړو وويل، پر جنرال عبدالرازق لګېدلي تورونه د دښمن توطيه ده او دا کار د خلکو د بېلولو لپاره کوي.دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د سازمان يوې کمېټې د کندهار امنيه قوماندان د زندانيانو په شکنجه کولو تورن کړى او د ده محاکمه يې غوښتې ده.دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې په کندهار ولايت کې اوس هم د خلکو د شکنجه کولو موارد موجود دي.

بله خوا د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پرځان لګېدلي تورونه رد کړي او هغه يې بې بنسټه ګڼلي دي. په ورته وخت کې ځينې کارپوهان د دې ډول راپورونو خپرول د بهرنيو توطئه ګڼي.

 د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش ځينو رسنيو ته ويلي چې جنرال عبدالرازق څوک نه دي شکنجه کړي.سربېره پردې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چې پر جنرال عبدالرازق به لګېدلي تورونه او ځينې نورې سرغړونې چې د لوړ پوړو چارواکو له خوا شوي، په روانه اوونۍ کې وڅېړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha