صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندانۍ د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو سپارښتنه وكړه

د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندانۍ د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو سپارښتنه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندانۍ د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو سپارښتنه وكړه

د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکتور وزيرانو د هېواد د امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د کندوز، بدخشان، هلمند، ارزګان، ننګرهار، کونړ، بغلان او کابل ولايتونو په اړه راپور وړاندې کړ. غونډې امنيتي  تهديدونه وارزول او د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو هدفمنده مبارزه، هڅې او مېړانه يې وستايله او د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو ته يې د امنيتي تهديدونو د دفعه کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې. په دې غونډه کې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو  د اساسي اکمالاتو د کچې مفصل راپور وړاندې شو او  د پرسونل د اکمالاتو د سطحې، ښوونې او روزنې، تجهيزاتو او احضاراتو سطحې په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې. په پای کې، د وسله وال پوځ  اعلی سر قوماندانۍ غونډې د افغانستان په ټولو ولايتونو په ځانګړي ډول په شمال ختيځو ولايتونو کې د امنيت تامين او د ترورېستانو نابودي حتمي وبلل او د هغو ولايتونود عمومي تصفيې په اړه يې لازمې لارښوونې  وکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha