صفحه اصلی | hiwad | سیاست | له ستونزو سره سره حكومت په بېلا بېلو برخو كې لاسته راوړنې لري

له ستونزو سره سره حكومت په بېلا بېلو برخو كې لاسته راوړنې لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له ستونزو سره سره حكومت په بېلا بېلو برخو كې لاسته راوړنې لري

جمهور رييس غني : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چارو موثريت بايد زيات شي د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون غرمه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش سره په ارګ کې، وکتل.

ښاغلي يان کوبيش په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو،  فساد سره د مبارزې په موخه د ځانګړې ادارې جوړولو، سياسي ارادې او عملي اقداماتو  په برخه کې د حکومت اقدامات او هڅې وستايلې.نوموړي وويل، د سفر موخه يې په افغانستان کې  د يوناما په ګډون د ملګرو ملتونو ادارو د کار او فعاليت په اړه ستاسو د وړانديزونو او نظرياتو اورېدل دي.جمهور رييس غني د ښې حکومتولۍ، د بې وزلې د له منځه وړلو، له فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې د ملګرو ملتونو مرستې وستايلې او زياته يې کړه، په يادو برخو کې شته ستونزو ته په پام لا ډېر کار او مرستو ته اړتيا ده.جمهور رييس وويل، موږ بار بار ويلي چې افغانستان له نااعلان شوي جنګ  سره مخ دي او ملګري ملتونه بايد له ډېپلوماتيکو لارو  د دغه نااعلان شوي جنګ په ودرولو کې خپل رول ادا کړي.جمهور رييس وويل، د جنګ او ستونزو باوجود حکومت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او موږ هره ورځ پر افغانستان د تپل شوي جنګ د مديريت او د امنيت او ثبات د تامين تر څنګ خپلو خلکو ته د ارام او سوکاله ژوند د برابرولو عملي کوښښونه کوو.د هېواد جمهور رييس وويل، ملګري ملتونه دې د خپلو لومړيتوبونو په لړ کې په افغانستان کې له خپل ماموريت څخه د مطلوبو پايلو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان ستونزو او اړتياوو ته په پام پاليسي ترتيب او د افغانستان له حکومت سره شريکه کړي.محمد اشرف غني وويل، افغانستان لا هم  د  ملګرو ملتونو همکارۍ ته اړتيا لري، خو د چارو د موثريت او ښه والي لپاره بايد د دوى د ماموريت او مرستو اوسني حالت په اساسي توګه بدلون ومومي.د ملګرو ملتونو استازي يان کوبيش وويل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت او چارو د لا ښه والي په موخه به د جمهور رييس  وړانديزونه او نظريات  د ملګرو ملتونو سرمنشي سره شريک کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha