صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د افغانستان ثبات بايد د سيمه‎ييز رقابت قرباني نه شي

د افغانستان ثبات بايد د سيمه‎ييز رقابت قرباني نه شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان ثبات بايد د سيمه‎ييز رقابت قرباني نه شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ايران د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر محمدجواد ظريف سره چې د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلي و، وکتل.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د اړيکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.جمهوررييس غني ډاکټر ظريف او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په دغه هېواد کې د ډبرو سکرو په کان کې د کارګرو د وژل کېدو په پېښه خواشيني څرګنده کړه او د ايران دولت او خلکو ته يې چې دا مهال د جمهوري رياست د ټاکنو په درشل کې دي، د برياليتوب هيله وکړه.جمهوررييس وويل: موږ نن د دې شاهدان يو چې د افغانستان او ايران ترمنځ په اړيکو کې د همکارۍ  اوچت ليدلوري رامنځته شوي دي.جمهوررييس څرګنده کړه: موږ بايد د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو داسې تهداب جوړ کړو چې لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله لرليد په کې څرګند وي.  محمد اشرف غني وويل موږ اماده يو چې په اقتصادي، ترانزيټي او له نيشهيي توکو سره د مبارزې په برخو او همدارنګه په سرحدي مسايلو له يوې واضح نقشې، له ايران سره همکاري وکړو.جمهوررييس زياته کړه، افغانستان او ايران له پخوا نېکې اړيکې لري او په راتلونکي کې به دغه اړيکې لا پياوړې شي.

 ده ټينګار وکړ چې د افغانستان اړيکې له ايران سره د سيمې په ثبات کې مرسته کوي.جمهوررييس غني وويل، موږ له ايران سره مذاکرات د نېکې ارادې او ښه نيت له مخې کوو او افغانستان اماده دى چې خپله کاري کمېټه  ژر معرفي کړي، تر څو موږ وتوانېږو چې له واضح مهال وېش سره يو جامع سند ته لاسرسي پيدا کړو.

د هېواد جمهوررييس ټينګار وکړ چې د افغانستان لپاره ثبات او د سرحدونو امنيت ځانګړى اهميت لري او په دې برخه کې يې له ايران څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.جمهوررييس غني وويل، د افغانستان ثبات بايد د سېمهييز رقابت قرباني نشي. ده په ټينګار سره يادونه وکړه چې د افغانستان جګړه داخلي جګړه نه ده او څرګنده يې کړه چې موږ له  تروريزم سره د مبارزې او له هغې جملې د داعش ډلې پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي او اجازه نه ورکوو چې تروريستان زموږ له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد ګټه پورته کړي.محمد اشرف غني وويل، تروريستي ډلې زموږ ګډ دښمنان دي او افغانستان هېڅکله هم تروريستان په خپله غېږ کې نه نيسي او د وسيلې په توګه ترې ګټه نه اخلي او موږ هم د هېڅ هېواد وسيله نه کېږو.جمهوررييس وويل چې موږ خپله همکاري د ايران له اسلامي جمهوريت سره په څو مشخصو محورونو لکه د چابهار بندر، د رېل پټلۍ او د سرحدي پراختيا په برخه کې، زياتوو.جمهوررييس غني له ايراني لوري وغوښتل چې د اقتصادي مهاجرتونو او د قاچاق  د مخنيوي په غرض افغان کارګرو ته د کار قانوني اجازهنامې ورکړي.جمهوررييس غني سيمهيېزې همکارۍ ته په اشارې وويل، موږ د سيمهييزې همکارۍ په برخه کې هڅه کوو چې ايران د افغانستان له لارې  له چين او ازبکستان سره وصل شي او کولاي شو چې په دې برخه کې څو اړخيز مذاکرات ولرو.وروسته د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ډاکټر محمدجواد ظريف له ده او ورسره پلاوي څخه د تاوده هرکلي له امله د مننې تر څنګ د ۲۰۹ شاهين قول اردو د تروريستي پېښې په خاطر جمهوررييس غني او د افغانستان خلکو ته د غمشريکۍ او تسليت مراتب څرګند او ټينګار يې وکړ چې هر ډول تروريستي حرکت او تاوتريخوالى يو داسې تهديد دى چې ټوله سيمه ګواښوي.هغه دې ته په اشارې چې تروريستي ډلې دواړو هېوادونو ته يو خطر دى وويل، موږ تل د افغانستان له خلکو سره يو او له راتلونکي کې به هم ورسره يو او د ملي يووالي د حکومت ملاتړ کوو.ډاکټرظريف د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو اترو هرکلى وکړ وې ويل: موږ له افغانستان سره  سټراتيژيکو او اوږدمهالو اړيکو ته ژمن يو.د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، موږ د پايدارې همکارۍ لپاره تيارى لرو چې خپل استازي د کاري کمېټو لپاره معرفي کړو، تر څو خپل کارونه ژر پيل کړي.ډاکټر جواد ظريف وويل، موږ د افغانستان له حضوره پرته په هېڅ يوې غونډه کې ګډون نه دى کړى، موږ په دې باور يو چې د افغانستان راتلونکى به دولت او د دغه هېواد خلک جوړوي.د ايران د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د همکارۍ په خاطر د خپل هېواد چمتوالي څرګند کړ وې ويل، د افغانستان امنيت د ايران د امنيت لپاره مهم دى.

 هغه ټينګار وکړ چې موږ په ټولو مناسباتو کې د افغانستان په محوريت همکاري کوو.په دغې کتنه کې د جمهوررييس دويم مرستيال قانون پوه محمدسرور دانش وويل، د هغو افغانانو چې د غويي د مياشتې تر پايه د پاسپورټ موده ختمېږي، دوى ته دې فرصت ورکول شي چې له هر اړخيزو څېړنو وروسته يې د ستونزو د حل په خاطر چټک ګامونه پورته کړو.هغه زياته کړه، د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو په برخه کې د نظر توافق موجود دي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسباتو کې د عطف ټکى دى.اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې وې ويل، په افغانستان کې له اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول له ايران سره د مناسباتو په برخه کې واحد ليدلوري شته او موږ هڅه کوو چې له ايران سره د اوږدمهالو همکاريو ژمنې رامنځته کړو او زموږ د اړيکو لومړيتوبونه دې و ارزول شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha