صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهوررييس غني د ويډيو کنفرانس له لارې فضا ته د ((جنوبي آسيا سپوږمکۍ)) د لېږلو په مراسمو کې ګډون وکړ

جمهوررييس غني د ويډيو کنفرانس له لارې فضا ته د ((جنوبي آسيا سپوږمکۍ)) د لېږلو په مراسمو کې ګډون وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني د ويډيو کنفرانس له لارې فضا ته د ((جنوبي آسيا سپوږمکۍ)) د لېږلو په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون مازيګر د ويډيو کنفرانس له لارې د “جنوبي اسيا سپوږمکۍ” د توغولو په مراسمو کې کډون وکړ.

جمهوررييس غني د هند د فضايي څيړنو سازمان له خوا فضا ته د جنوبي اسيا سپوږمکۍ د لېږلو په خاطر دغه هېواد او ټولو غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه او دا يې د سيمه‌ييزې همکارۍ په ډګر کې سترګام وباله.

په دغه کنفرانس کې د (هند، افغانستان، بنګله‌ديش، بوتان، مالديف، نيپال او سريلانکا) هېوادونو مشرانو ګډون درلود، ياد هېوادونه فضا پورې تړلې دغې سيمه‌ييزې مخابراتي پروژې کې شريک دي.

د “جنوبي اسيا سپوږمکۍ” هند فضا ته وتوغوله چي په دغې پروژې کې شاملو هېوادونو ته به د تلويزيوني نشراتو د خپرولو، د بانکدارۍ او الکترونيکي حکومتولۍ په برخو کې د مخابراتي ټکنالوجۍ د خدمتونو اسانتياوې برابروي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha