صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ترکمنستان د افغانستان مهم شريک او ستراتېژيک ګاونډى دى

ترکمنستان د افغانستان مهم شريک او ستراتېژيک ګاونډى دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ترکمنستان د افغانستان مهم شريک او ستراتېژيک ګاونډى دى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنېو چارو له وزير رشيد مرادوف سره په ارګ کې وکتل.د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

د ترکمنستان د بهرنىو چارو وزير د خپل هېواد د جمهوررييس نېکې هيلې او د هغه رسمي بلنه جمهوررييس غني ته وړاندې کړه. همدارنګه يې د ۲۰۹ شاهين قول اردو پېښې په اړه جمهوررييس او د افغانستان ولس ته تسليت ووايه او شهيدانو ته يې د فردوس جنت دعا وکړه.مرادوف د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او امنيتي همکارىو کمېسيونونو د همغږۍ او همکارۍ په اړه معلومات ورکړل او ويې وىل: د دغو کمېسيونونو کارونه ښه روان دي.هغه وويل: په افغانستان کې سوله او ثبات زمونږ د جمهوررييس هيله او آرزو ده او په افغانستان کې د نا امنۍ د پېښو خبرونه موږ ته خواشىني کوونکي دي. د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د تسلىت او له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو او همکاريو قدرداني وکړه او د مننې په وىلو ىې د ترکمنستان د جمهور ريىس بلنه ومنله. هغه ووىل: په مناسب وخت کې به ترکمنستان ته سفر وکړي.جمهوررييس وويل: ترکمنستان زمونږ مهم شريک او ستراتېژيک ګاونډى دى چې موږ په سيمه کې د يوه ستراتېژيک او مهم هېواد په توګه ورته ګورو.د هېواد جمهوررييس ووىل: د افغانستان حکومت له ناټو او بين المللي ټولنې سره په همغږۍ څلور کلن امنيتي پلان جوړ کړى دى چې په راتلوونکو څلورو کلونو کې به د دغه پلان مشخصو اهدافو ته ورسېږو. هغه زىاته کړه:په څلورو کلونو کې به زموږ د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه چنده شي، زمونږ د هوايي ځواکونو عملياتي ظرفيت به نور هم لوړ او د هېواد ناامنه سىمې به امن او د حکومت تر کنټرول لاندې راشي.جمهوررييس غني زياته کړه:په دې وروستيو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو تروريستي ډلو ته درانده تلفات اړولي او ځىنې قوماندانان ىې وژل شوي دي. هغه څرګنده کړه، چې د داعش پر وړاندې هم پوځي عمليات چټک شوي او دغه عمليات به د هغوى تر ځپلو پورې دوام ولري.د هېواد جمهوررييس ووىل: د امنيتي او دفاعي ارګانونو په لىکو کې د بنىادي اصلاحاتو راوړلو پرمهال به  تر ډېره ظرفيت جوړونې ته هم پاملرنه وشي.د هېواد جمهوررييس د ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ پروژو د کارونو د پرمختګ، د اقىنې بندر د پرانيستلو او تر تورغونډۍ بندر پورې د رېل پټلۍ په رارسېدلو خوښي وښوده او ويې ويل: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ همکارۍ ته په سىمه کې د يوې غوره بېلګې په سترګه کتل کېږي.د ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنېو چارو وزير د افغانستان د جمهوررييس له لوري د سفر د بلنې د منلو له امله مننه وکړه او د سىمه ىىزو همکارىو په اړه د جمهور ريىس پراخ لىد ته په اشارې ىې ووىل، زه ستاسې تر رهبرۍ او زعامت لاندې د افغانستان راتلوونکى روښانه وينم.مرادوف زياته کړه: افغانستان موږ ته له ستراتېژيک پلوه  مهم هېواد دى او زمونږ جمهوررييس په خپلو غونډو کې تل افغانستان د ښه او دوامداره شريک په توګه يادوي. هغه د ټاپي پروژې ارزښت ته په اشارې وويل: د دغې پروژې په تطبىق سره به اقتصادي همکارۍ او د سىمې ثبات لا ټىنګ شي. هغه زىاته کړه: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو حجم ډېر دى او مونږ د افغانستان د سوداګرو له ښه چلندڅخه خوشحاله يوو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha