صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني د افغان حکومت له پروګرامونو او په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له ملاتړڅخه مننه وکړه

جمهور رييس غني د افغان حکومت له پروګرامونو او په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له ملاتړڅخه مننه وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د افغان حکومت له پروګرامونو او په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له ملاتړڅخه مننه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له استازو سره، د چهار شنبې په ورځ په ارګ کې وکتل.د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د سعوي عربستان مېشت افغانانو د ۲۰۹ شاهين قول اردو په ترورېستي پېښه کې جمهوررييس او ټولو هېوادوالو ته تسلىت وواىه.

 هغوى له  جمهوررييس څخه  مننه وکړه چې تېرکال ىې سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د افغانانو ستونزې او وړاندېزونه واورېدل، لازمې لارښوونې وکړې او د افغانانو د پاسپورت ستونزې حل شوې.دغو استازو زىاته کړه : چې په سعودي عربستان کې هره ورځ افغانانو ته شاوخوا ۱۰۰۰پاسپورټونه وېشل کېږي او ډېرې نورې آسانتىاوې هم ورته برابرې شوې دي. هغوى د حکومت له پروګرامونو په ځانګړي ډول د پراختىاىي پلانونو او دغه راز په هېواد کې د سولې او ثبات د تاءمىن په خاطر د جمهوررييس محمد اشرف غني هڅې وستاىلې او له هغې ىې ملاتړ اعلان کړ.دغو استازو وړاندىز وکړ: هر هغه افغان چې په سعودي عربستان کې پاسپورت اخلي، د شهيدانو صندوق ته به نغدې پىسې هم ورکړي.جمهوررييس غني، د افغانستان حکومت له پروګرامونو څخه په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له هر اړخىز ملاتړ مننه وکړه ويې وىل: په هغه خبرو کې چې په خپل وروستي سفرکې مې د سعودي عربستان له مقاماتو سره درلودې، هغوى په دغه هېواد کې د افغانانو له نېک چلند څخه خوښ وو.جمهوررييس زىاته کړه:  چې له شهىدانو څخه د ملاتړ صندوق شته او له هغوى يې وغوښتل چې خپل وړاندىزونه په دغه صندوق کې د برخې اخيستو لپاره جوړ او ارايه کړي. هغه ټىنګار وکړ چې د شهيدانو کورنىو ته رسىدګي، د اوسېدو ځاى جوړول او امنىتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زموږ په لومړىتوبونو کې ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha