صفحه اصلی | hiwad | سیاست | امريكا له افغانستان سره اوږدمهالو همكاريو ته دوام وركوي

امريكا له افغانستان سره اوږدمهالو همكاريو ته دوام وركوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امريكا له افغانستان سره اوږدمهالو همكاريو ته دوام وركوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون شنبې له غرمې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال تامس شنن سره چې د يو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و، په ارګ کې وکتل.

 په دې کتنه کې چې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر،د ماليې وزير اکليل حکيمي او د چارو ادارې عمومي رييس عبدالسلام رحيمي  هم حضور درلود، دواړو لوريو د افغانستان او امريکا متحدو ايالتونو تر منځ د همکاريو، له ترورېزم سره د مبارزې او د سيمې د ثبات او اقتصادي همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رييس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امريکا متحدو ايالتونو د همکاريو، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمويل او په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د مودې غځولو په اړه  د جمهور رييس اوباما د تصميم قدرداني وکړه او زياته يې کړه، د امريکا نوي حکومت سره به د بنيادي نړيوال شريک په توګه د افغانستان دوستانه اړيکې او مناسبات لا پراخه شي. ښاغلي تامس شنن له ترورېزم سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو زړورتيا او سرښندنې، د ښې حکومتولۍ، اصلاحاتو، د ملي پروژو د تطبيق، د ښځو د حقونو او په حکومتولۍ کې هغوى ته د ونډې ورکولو په برخه کې د حکومت اقدامات د قدر وړ وبلل.

جمهور رييس غني د ترورېزم د خطرونو د دفعه کولو لپاره چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو د امنيت او ثبات لپاره مشترک تهديد دى د افغانستان  او د نړيوالو شريکانو ګډه مبارزه حتمي وبلله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha