صفحه اصلی | hiwad | سیاست | زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د اساسي قانون د تطبيق ټينګه اراده لرم

زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د اساسي قانون د تطبيق ټينګه اراده لرم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د اساسي قانون د تطبيق ټينګه اراده لرم

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د اساسي قانون د تصويب د نمانځنې اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: نن د يو کاغذ د نمانځنې ورځ نه ده، بلکې د يوې وثيقې، د يوې ژمنې، د آزادۍ، د ملي حاکميت، ملي وحدت او له يو افغان سره د بل افغان د مساواتو د نمانځنې ورځ ده.

دغه غونډه چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ارګ په سلام‌خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، جمهوررييس غني زياته کړه: (( موږ څو دېرش کاله په قانوني بحران کې وو. ثابت اصول او قواعد مو نه لرل او هر حکومت به په يوه بېله لاره مزل کاوه ،  خو د اساسي قانون په برکت، قدرت په اقتدار بدل شو، يعنې  نوره هغه سلسله ختمه شوه چې حکومت به د تورې په زور جوړېده او ړنګېده. اوس بايد يو حکومت بل حکومت ته د اساسي قانون له حکم سره سم، د خلکو د رايې په اساس، په خوښه او رضا، خپل  ځاى پرېږدي.))جمهوررييس وويل: هر هېواد ځانګړى او بېل هويت لري، افغانستان هم د بېلابېلو قومونو، ټبرونو او ژبو له ويونکو جوړ شوى دى، د افغانستان اساسي قانون ټول دغه هويتونه په رسميت پېژندلي او د همدغه اساسي قانون پر بنسټ دوى ټول يو هويت (( افغان )) لري. جمهوررييس غني په اساسي قانون کې د هېواد ملي او اسلامي هويت ته په اشارې چې زموږ ملي هويت او د نظام طرزالعمل يې مشخص کړى وويل: زموږ نظام اسلامي جمهوري او حکومت مو پر ولسواکۍ او د خلکو په رايو ولاړ دى. په دغه اساس هېڅوک نه شي کولاى د تورې په زور قدرت ترلاسه کړي، ځکه د افغانستان اصلي څښتنان افغانان دي او دا د خلکو حق دى چې په خپلو رايو ولاړ حکومت ولري. د هېواد جمهوررييس د دولتي قواوو ترمنځ  د توازن اصل ته په پام زياته کړه: (( حکومت د قضاييه او مقننه قوې استقلال ته درناوى کوي او دا خبره په وياړ سره کوم چې د افغانستان لويه څارنوالي او ستره محکمه، خپلې فيصلې تر بل هر وخت زيات په استقلال سره کوي او د افغانستان ملي شورا په پوره استقلال سره خپلې چارې پر مخ بيايي.))محمداشرف غني د بشر د حقونو نړيوالې اعلاميې او د افغانستان اساسي قانون کې ذکر شويو ارزښتونو ته اشاره وکړه، وې وويل، زموږ اساسي قانون په بشري حقونو باندې پر تاکيد سربېره، دولت مکلف ګڼي چې دغه حقوق تامين کړي، ځکه نو ويلاى شو چې  زموږ اساسي قانون د بشري حقونو په برخه کې تر دې اعلاميې هم غښتلى دى. جمهوررييس زياته کړه : (( د بشر د حقونو اعلاميه کې وجيبه نه شته ،  خو په اساسي قانون کې وجيبه او مکلفيت هم شته او دولت د انساني حقونو د رعايت په برخه کې خاص مسوليتونه لري.))  جمهوررييس د اساسي قانون د ارزښتونو د بشپړ تطبيق په خاطر په بېلابېلو برخو کې د بشپړوونکو او متممو قوانينو په جوړولو د ټينګار تر څنګ په ډاګه کړه، چې يوازې په ۱۳۹۴کال کې ۹۱ تقنيني سندونه او طرحې تدقيق او پړاوونه يې بشپړ شوي دي. هغه په دې هکله د تقنين د برخې د کارکوونکو هڅې وستايلې او زياته يې کړه: (( زه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د اساسي قانون د تطبيق ټينګه اراده لرم. البته، د اساسي قانون تطبيق په سياست او اداره کې يو کلتوري تغيير هم غواړي.))دغې غونډې ته د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په وينا کې ديارلس کاله مخکې د اساسي قانون تصويب تاريخي واقعه وبلله چې په وينا يې افغانان له اوږدو ناخوالو او خپلسرۍ وروسته د ملي وثيقې خاوندان شول او ملي نتيجې ته ورسېدل.ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد اساسي قانون ته پر ژمنتيا د ټينګار تر څنګ زياته کړه چې په اساسي قانون کې د هغه د تعديل شرايطو ته هم لار پرانېستې پاتې ده. د هغه په خبره، يوازې د اسلامي او جمهوري اصل د تعديل وړ نه دى، د پاتې نورو برخو په اړه بحث ته قانون اجازه ورکړې ده او د تعديل په اړه بحث د قانون خلاف کار نه دى. هغه وويل، د قانون تعديل ځانګړي شرايط غواړي چې تر دې مهاله دغه شرايط نه دي رامنځته شوي. د سترې محکمې رييس او قاضي‌القضات سيديوسف حليم غونډې ته د وينا پر مهال جمهوررييس مخاطب کړ وې ويل: د اساسي قانون په ۱۱۶، ماده کې د قضايه قوې استقلاليت په رسميت پېژندل شوى دى، په تېرو دوو کلونو ما د قضايه قوې په چارو کې ستاسو د مداخلې څرک نه‌دى ليدلى او که د ځينو کسانو له‌خوا د مداخلې هڅه شوې ده، په کلکه يې مخه نيول شوې.سيد يوسف حليم د جمهوررييس او د هېواد سياسي او جهادي شخصيتونو څخه له دې امله مننه وکړه چې د قضايه قوې استقلاليت ته يې په درنه سترګه کتلي او ملاتړ يې ورځنې کړى دى. هغه جمهوررييس او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې له هر ډول مداخلې پرته به قانون ماتوونکي، مجرمان او سرغړونکي له قانون سره سم محاکمه کوي. د هېواد قاضي‌القضات په تېرو دوو کلونو کې په ستره محکمه کې يو لړ اصلاحاتو ته اشاره وکړه وې ويل، په دغه موده کې يې د جمهوررييس په سياسي ملاتړ ستره محکمه کې ډېر زيات اصلاحات رامنځته کړي، اداري فساد د مخنيوي او د قاضيانو د ظرفيت لوړولو لپاره يې ځانګړي پروګرامونه جوړ او عملي کړي دي. د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي غونډې ته د وينا پر مهال لومړى د ولسي جرګې د غړو په استازيتوب د اساسي قانون د ديارلسمې کليزې په مناسبت مبارکي وويله او زياته يې کړه، موږ پخوا وختونو کې د قانون ماتونې او د قانون د نشتوالي له امله د ترخو تجربو شاهدان وو او په خپله خاوره کې له ازادۍ محروم وو او د ځنګل د قانون په څېر مو سختو شرايطو کې ژوند کړى دى. هغه وويل، د خلکو د مبارزو په برکت او د نړيوالو په ملاتړ مو نوى نظام رامنځته او د اساسي قانون خاوندان شو او دغه تشه ډکه شوه.عبدالروف ابراهيمي د قانون درلودل لويه پانګه وبلله، خو ټينګار يې وکړ چې دغه قانون هغه وخت ارزښت او اهميت پيدا کوي چې عملي شي، سرغړوونکي او د قانون دښمنان يې له تطبيق څه وډار شي. هغه زياته کړه: عدلي او قضايي ارګانونه دې پرته له سياسي فشارونو څخه خپلې پرېکړې عملي کړي او که کوم قانون عملي نه شي لکه يوه سپيڅلې نسخه داسې ده چې په تاخچه کې اېښې وي او څوک ارزښت نه ورکوي. ورپسې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار اساسي قانون ته په درناوي ټينګار وکړ وې ويل، اساسي قانون د نورو قوانينو مور ده او هر څوک  د مور پر وړاندې شرعي او قانوني مسووليتونه لري. مسلميار په ټولو غږ وکړ چې د قانون درناوى وکړي او د تطبيق لپاره يې خپله ژمنه تازه کړي او  زياته يې کړه، که چېرې زما په شمول زما د ملګرو له خوا د قانون څخه کومه سرغړونه شوې وي، نو د هغې بخښنه غواړم.مسلميار، وويل لومړى بايد د حکومت مشران او بيا مامورين اساسي قانون رعايت کړي، د هغه په وينا که چېرته موږ اساسي قانون تر پښو لاندې کړو، له نورو يې هم د رعايت تمه نه شو کولى. هغه په افغانستان کې اوږدمهالې ناقانونۍ ته ګوته ونيوه زياته يې کړه، د قانون حاکميت او رعايت ګران کار دى، خو که ټول د دغې ملي وثيقې تطبيق ته مټې را بډ وهي شته ستونزې اوارېداى شي. د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون رييس محمدقاسم هاشمزي د ياد کمېسيون د څارنې صلاحيتونو په اړه وويل، دا کمېسيون د درې واړوو قواوو اجرائيه، مقننه او قضايه څخه جلا او مستقل ارګان دى، چې د څارنې صلاحيتونه يې د اساسي قانون په جلا فصل کې ذکر شوي دي. هغه زياته کړه، ياد کمېسيون په درې واړو قواوو، دولتي او غير دولتي موسساتو د څارنې صلاحيت لري، چې وکتل شي چارې يې د اساسي قانون سره سمې په مخ ځي او کنه؟  ښاغلي هاشمزي په اساسي قانون کې راغليو ارزښتونو ته اشاره وکړه، چې ټول يې په رعايت مکلف دي. هغه زياته کړه، اساسي قانون د قوانينو د مور او ستره حقوقي مرجع ده، چې له‌مخې يې مقننه قوه داسې قوانين نه شي وضع کولى چې د اساسي قانون د ارزښتونو خلاف وي، اجرائيه قوه او قضايه قوه هېڅ داسې عمل نه شي ترسره کولى چې د اساسي قانون له احکامو سره په ټکر کې وي.محمدقاسم هاشمزي زياته کړه، د اساسي قانون مهم ارزښتونه عزت او انساني کرامت ته درناوى، مساوات، د نژاد او جنس په اساس د تبعيض مخنيوى او لنډه دا چې اساسي قانون په دې معنا چې د ټولو خلکو کړه وړه او چارې د هغه د احکامو سره سمې اوسي. هغه په دې ټينګار وکړ، اساسي قانون چې د دولت‌دارۍ لپاره کوم نظم رامنځته کړى دى ټول مکلف دي چې د هغې اطاعت او درناوى وکړي، چې په خبره يې که داسې ونه شي نو موږ انارشۍ ته لار اواروو، خپلې او د خلکو بقا ته صدمه رسوو او ټولنيز نظم خرابوو.په دغه غونډه کې د اساسي قانون د تصويب اوونۍ د نمانځنې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني فرمان د جمهوررييس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر ولوست.  د دغه فرمان په اساس دې هر کال د مرغومي له څوارلسمې څخه تر يويشتمې پورې د اساسي قانون د تصويب اوونۍ د هېواد په رسمي تقويم کې د (( اساسي قانون د اوونۍ )) په نوم ونومول شي. په مرکز او ولايتونو کې دې په شانداره مراسمو د دغې اوونۍ د نمانځنې تر څنګ د اساسي قانون د اهميت ځلولو په خاطر ګامونه پورته شي. همدارنګه د فرمان له مخې د اساسي قانون د تطبيق د څارکمېسيون مکلف شو، چې د اساسي قانون مواد چمتو کړي او بيا دې د ټولنې په ټولو اقشارو، پاړکو، دولتي او غير دولتي مراجعو، تعليمي او تحصيلي موسساتو په واک کې ورکړي. په دغه غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې، د جمهوررييس دويم مرستيال محمدسروردانش، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رييس سيديوسف حليم، د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي، د مشرانو جرګې رييس فضل‌هادي مسلميار، د اساسي قانون پر تطبيق د څارکمېسيون رييس محمدقاسم هاشمزي، لوى څارنوال محمدفريد حميدي، د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون رييسې سيماسمر، د کابينې غړو، د ملي شورا يو شمېر غړو، دولتي مقاماتو او په کابل کې مېشت کورديپلوماتيک استازو هم ګډون کړي وو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha