صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني د ولايتي شوراګانو د اړتياوو د حل كولو لارښوونه وكړه

جمهور رييس غني د ولايتي شوراګانو د اړتياوو د حل كولو لارښوونه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د ولايتي شوراګانو د اړتياوو د حل كولو لارښوونه وكړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د پنجشنبې په ماښام د ۳۴ ولايتونو له واليانو، مشرتابه پلاوي او د ولايتي شوراګانو له غړو سره د چارو د ښه تنظيم او د ولايتي شوراګانو اړتياوو ته د رسېدنې په موخه په ارګ کې د توحيد په ملي مرکز کې د وېډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه وېډيويي کنفرانس کې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امنيتي سکټور سترو مسوولانو، د کابينې يو شمېر غړو، د جمهوري رياست يو شمېر سلاکارانو او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست حضور درلود.  په پيل کې جمهوررييس د خداى تعالى په دربار کې د ټولو شهيدانو ارواح، په ځانګړي ډول د دايکندي د ولايتي شورا   غړي ته چې په دې وروستيو کې شهيد شوى، دعا وکړه.

 جمهوررييس غني له ولايتي شوراګانو څخه له‌دې امله چې د حکومت له پلانونو او له كورنيو ځواکونو څخه يې  له هره اړخه ملاتړ کړى، مننه وکړه. ده له نظام او له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د دښمن په ماتولو کې د خلکو او ولايتي شوراګانو نقش مهم وباله.  د هېواد جمهوررييس د ولايتي شورګانو د اداري پلاوي د سرتاسري او برياليو ټاکنو له امله چې له مخې يې د شوراګانو د رهبرۍ غړي وټاکل شول، هغوى ته مبارکي ورکړه او په ولايتي شوراګانو کې يې د ښځو د ستونزو د حل په برخه کې د ښځينه استازو حضور ارزښتمن وباله. جمهوررييس د دولتي ادارو په ځانګړي ډول د سيمه‌ييزو بنسټونو ترمنځ همغږۍ ته په اشارې وويل: په ادارو کې د کاري وضعيت د ښه‌والي په خاطر بايد همکاري پياوړې شي، ځکه له دې پرته نه شو بريالي کېداى.ده د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د کورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت عمومي رياست، لوى څارنوالۍ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، واليانو او د هغوى له مرستيالانو څخه له دې امله مننه وکړه چې د ولايتي شوراګانو د مشرتابه پلاوي ټاکنې په برياليتوب شوې دي.   جمهوررييس غني وويل: د ولايتي شوراګانو هغه وړانديزونه يې په خورا دقت مطالعه کړي چې څه موده مخکې جمهوري رياست ته رارسېدلې وو او  په دغو وړانديزونو کې شاملو موضوعاتو( د اداري ودانيو د جوړولو،  د ولسي غونډو د جوړولو او د سفرونو لپاره د کافي بودجې د نشتوالى، د حج د سهميې، د نقليه وسايطو د نشتوالي، د ولايتي شوراګانو د غړو او دفترونو د امنيت د تامينولو او د ولايتي شوراګانو د څارنې د مقررې د تائيد) ستونزو ته د حل په موخه لازم ګامونه اخيستل شوي دي. د هېواد جمهوررييس د کور او ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو دوو کلونو په اوږدو کې دې په کابل، باميانو، نيمروز، فارياب، لغمان، نورستان، کندز، غزني، فراه او لوګر ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو ودانۍ جوړې کړي. ده د ماليې وزارت ته دستور ورکړ چې د يو خاص طرزالعمل له مخې دې د ولسي غونډو د جوړولو او سفرونو په خاطر دغو شوراګانو ته ۵۰ مېليونه او ۵۳۳ زره افغانۍ تخصيص کړي. جمهوررييس د حج او اوقافو وزارت موظف کړ، چې له ولايتي شوراګانو سره متناسب هغوى ته د حج سهميه په پام کې ونيسي. ده همدارنګه د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده ورکړه چې د ولايتي شوراګانو د غړو د ترانسپورټي ستونزو د لرې کولو په خاطر ۱۷نقليه وسيلې په ۱۳۹۶کال کې او ۱۷نورې په ۱۳۹۷کال کې  وپيري. جمهوررييس غني د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د ولايتي شوراګانو د دفترونو او غړو د لا ښه امنيت په موخه ارزونې وكړي او په اړه يې لازم ګامونه واخلي. په دې برخه کې دې طرحه چمتو او د ملي امنيت شورا ته وسپاري. ده د مقررې د تائيد په اړه وويل: دا طرحه د کابينې په اجنډا کې شامله شوې ده او ژر به تائيد شي. جمهوررييس د ولايتي شوراګانو له غړو وغوښتل چې په ولسي غونډو کې دې د دښمن د توطيو په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي، فساد او د مځکو له غصب سره مبارزه او د خلکو او حکومت ترمنځ دې د اړيکو په پياوړي کولو کې لا زياتې هڅې وکړي. په دغه ويډيويي کنفرانس کې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د شهيدانو روح ته د دعا تر څنګ د ولايتي شوراګانو له غړو څخه له دې امله مننه وکړه چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ يې کړى او د هغوى د لا برياليتوب هيله يې وکړه. ده په برياليتوب سره د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنو ته په اشارې د ولايتي شوراګانو اداري پلاوو ته د ټاکنو مبارکي ورکړه. اجرائيه رييس د ادارو ترمنځ پر لا همغږۍ ټينګار وکړ او د همکارۍ تازه روحيه يې وستايله. اجرائيه رييس د ولايتي شوراګانو غړو ته په خطاب کې وويل: تاسې د ملت او دولت ترمنځ د ارتباط پل ياست، بايد له سيمه‌ييزو ادارو سره په مشوره د قانون په چوکاټ کې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون په خاطر هر اړخيزې هڅې او همکارۍ وکړئ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha