صفحه اصلی | hiwad | سیاست | له طالبانو سره د روسيې او ايران اړيکې د اندېښنې وړ دي

له طالبانو سره د روسيې او ايران اړيکې د اندېښنې وړ دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له طالبانو سره د روسيې او ايران اړيکې د اندېښنې وړ دي

مسکو او تهران ټينګار کوي چې له طالب جنګياليو سره يې د اړيکو هدف د سيمه ييز امنيت پياوړي کول دي، خو سيمه ييز افغان او امريکايي چارواکي چې لا پخوا د افغانستان په اړه د پاکستان له دوه ګوني سياست څخه مايوسه شوي دي، د ايران او روسيې د اهدافو په هکله شک لري.

 د واشنګټن پخوانى دښمن ايران په دې ملامت دى چې له طالبانو سره په پټه مرسته کوي. څارونکي وايي چې روسيه يووار بيا د سړې جګړې وخت ته ستنه شوې ،چې په داسې يو وخت کې د امريکا متحدو ايالتونو لاسته راوړني له خپل مسيره وباسي چې د افغانستان په اړه د امريکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ پاليسي نامعلومه ده. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نيکلسون، په افغانستان کې د بهرنيو قدرتونو د بدبينانه نفوذ په اړه وويل: (( د روسيې په اند طالبان هغه کسان دي چې د داعش ډلي پر وړاندې جنګېږي.)) دغه امريکايي جنرال زياته کړه: (( هغه عامه مشروعيت چې روسيه يې طالبانو ته کوي، د فکتورونو پر مبنا نه دى ولاړ، بلکې هغه لار ده چې د افغانستان د حکومت او ناټو کوښښونه کمزوري، او برعکس ياغيان پياوړي کوي.)) جنرال نيکلسون د افغانستان د لوېديځ ګاونډي په هکله وويل: (( د ايران په اړه ورته وضعيت دى. دغه هېواد هم له طالبانو سره اړيکې لري.)) روسيې كه له يوې خوا له افغان حكومت سره د پوځي مرستو ژمنې كړې ،خو له بلې خوا يې له  طالبانو سره هم د وسلو مرستې کړې دي. يوه لوړپوړي افغان چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل: (( موږ په ځانګړې توګه هغو په وسلو بار موټرو اندېښمن کړي يو، چې په دې وروستيو کې له تاجکستان سره په ګډه پوله کې ونيول شول.)) دغه افغان چارواکي زياته کړه : (( له سرحد هاخوا د طالبانو ملاتړ به د افغانستان د شمال امنيتي وضعيت لاپسې خراب کړي.)) د طالبانو يوه قوماندان اسوشيتد پرس خبري آژانس ته وويل چې د روسيې ملاتړ سبب شو چې دوى په اکتوبر مياشت کې د کندز ښار يووار بيا ونيسي. همدارنګه يو شمېر سرچينو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې په دې وروستيو مياشتو کې د طالبانو استازو څو واره په تاجکستان او مسکو کې له روسي چارواکو سره ليدلي دي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي: (( هېڅ هېواد بايد له هغو وران کارو ډلو سره تماس ونه لري چې د افغانستان دښمن وي. دا د جګړې د قربانيانو بې احترامي ده. موږ له روسيې او ايرانه غواړو چې ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو لپاره له افغانانو سره کار وکړي.)) د روسيې په سفارتونو کې د شوروي اتحاد د وختو تجربه لرونکو اشخاصو ګومارل به د سړې جګړې له تکتيکونو څخه د استفادې په معنى وي، هغه هم په داسې يو وخت کې چې د مسکو او واشنګټن مناسبات د اوکراين او سوريې د شخړو له امله زيانمن شوي دي. ځينې کارپوهان وايي داسې نه شى کېداى چې د داعش ډلي په هکله د روسيې او ايران اندېښنې په سادګۍ سره له پامه وغورځول شي. په واشنګټن کې د وودرېـيو ويلسن مرکز شنونکي مايکل کوګلمن، وايې: (( امکان لري داعش په افغانستان کې د پام وړ حضور ونه لري، د خپل حضور په پراخولو سره د دوى نوم په ټولو ځايونو کې يوه لويه ويره اچولې.)) دغه شنونکي زياتوي چې موږ نه شو کولى دا احتمال رد کړو چې «روسيه او ايران دې په راتلونکي کې له « داعش» ډلې د لا زيات پياوړي حضور پر وړاندې د مبارزې په خاطر، له طالبانو سره خپلې اړيکې لا زياتې پراخې کړي.)) 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha