صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ملي امنيت شورا د غير مسوولو وسله والو كسانو د مخنيوي جدي غوښتنه وكړه

د ملي امنيت شورا د غير مسوولو وسله والو كسانو د مخنيوي جدي غوښتنه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي امنيت شورا د غير مسوولو وسله والو كسانو د مخنيوي جدي غوښتنه وكړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د مرغومي په ۷ مه ماښام په ارګ کې د ملي امنيت شورا غونډه جوړه شوه.په دغه غونډه کې د جمهوري رياست دويم مرستيال د اهل تشيع په سپېڅلو ځايونو، د عزادارۍ په ورځو او غونډو د ځانمرګو بريدونو د ارزونې کمېسيون راپور وړاندې کړ.

دغه کمېسيون د ملي امنيت شورا له پرېکړې سره سم د جمهوري رياست د دويم مرستيال په مشرۍ د اجرائيه رياست د لومړي او دويم معاونيت، د لوى څارنوالۍ، د ملي امنيت شورا  مرستيال، د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون د رييس، د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي چارو کمېسيون د رييس او د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د رييسې په غړيتوب جوړ شوى و.کمېسيون د ګڼو غونډو له جوړېدو او د امنيتي ارګانونو له خوا د وړاندې شويو اسنادو له ارزونې وروسته، د اهل تشيع په مذهبي مراسمو، مدني غونډو او سپېڅلو ځايونو د تروريستي بريدونو د مخنيوي په موخه موندنې او رغنده وړانديزونه غونډې   ته وړاندې کړل.د کمېسيون د موندنو په اساس، له دغه شان تروريستي بريدونو څخه د دښمن اصلي موخه په هېواد کې د شته قومونو او اسلامي مذاهبو ترمنځ د تفرقې ايجادول دي.ملي امنيت شورا د موظف کمېسيون  موندنو، وړانديزونو او راپور له اورېدو وروسته د کمېسيون له غړو څخه په مننې يو وار بيا په هېواد کې د شته قومونو او اسلامي مذاهبو ترمنځ پر وحدت او انسجام ټينګار وکړ او اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې د اهل تشيع د غونډو، د عزادارۍ د ورځو او پر مقدسو ځايونو کې د امنيتي ګواښونو د رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه  په ګډه همغږۍ او د خلکو په همکارۍ سره منسجم پلانونه جوړ او په اړه يې عملي اقدامات وکړي.ورپسې غونډې د افغانستان حکومت او د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې د ګډ اجرائيوي کمېسيون د پرمختګونو راپور واورېد او اړوندو ارګانونو ته يې د افغانستان حکومت او حزب اسلامي د سولې هوكړې د هر اړخيز تطبيق په منظور لازمې لارښوونې وکړې.د دې په دوام، د امنيتي او دفاعي سکتور وزيرانو د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړ. د ملي امنيت شورا د بېلابېلو ولايتونو د امنيتي وضعيت د هر اړخيزې ارزونې وروسته ترورېزم او له هغو نه د را ولاړو شويو ګواښونو سره په مبارزه کې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو کړنې وستايلې او اړوندو ارګانونو ته يې د دښمن د شومو پلانونو او امنيتي تهديداتو د دفع کولو په منظور لازمې لارښوونې وکړي.په پاى کې ملي امنيت شورا د هېوادوالو قانوني وسلې لرلو او ساتنې ته په پام، د وسلې ګرځولو او حيازت  جواز ورکولو طرزالعمل له هره اړخه وارزاوه او د کورنيو چارو وزارت ته يې لارښوونه وکړه، چې د دغه طرزاالعمل په تطبيق او د وسلې ګرځولو او حيازت جواز په صادرولو کې اساسي ګامونه واخلي. همدارنګه د هېواد امنيتي ارګانونو ته لارښوونه وشوه،چې له هېوادوالو سره د غير قانوني وسلو د لېږد او حيازت جدي مخنيوى وکړي او متخلفانو سره دې د قانون سره سم چلند وشي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha